1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون د ولسمشر کرزي سره د خبرو له پاره کابل ته تللی دی

۱۳۸۷ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د ملګروملتونو عمومي منشي بان كي مون نن كابل ته رسيدلی او د افغان ولسمشر حامد كرزي سره يې تر خبرو وروسته په يوه خبري ناسته کي د افغانستان په وړاندي د ملګرو ملتونو ژمني يوار بيا نوي كړې...

https://p.dw.com/p/Gn5T
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره په خبري غونډه کي د خبرو پر مهال
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره په خبري غونډه کي د خبرو پر مهالانځور: AP

دخبري كنفرانس په پيل كي ولسمشركرزي عمومي منشي دهغه ځانګړو خبرو معلومات هم خبريالانو ته وركړل چي له نوموړي سره يي كړي وې. ښاغلي كرزي وويل كه څه هم چي دعمومي منشي كابل ته دادوهم سفر دی خو ما ورسره څوځلي په بيلابيلو وختونواو هيوادونوكي ليدلي دي او د افغانستان په وړاندي يې راته ښه نيت بيخي څرګند سوی دی.

کرزي زياته کړه هغه څه چي ډير مهم دي هغه داچي دملګروملتو سر منشي پر دې سربيره چي افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري په افغانستان كي د لومړ يتوبونو په اړه زموږ سره وخت په وخت مرستي كړي دي نه يوازي مرستي بلكي د افغانستان سره د اقتصادي مرستو او بيارغاوني په لړكي د نړيوالو مرستندويه هيوادونو ترمنځ همږغي هم پيداكړي ده چي موږ ور څخه ممنون يو.

دملګروملتو عمومي منشي بان كي مون په لنډو څرګندونوكي وويل، داموږ ته جوته ده چي د 2009 ميلادي كال په اوږدوكي به افغانستان د يو لړامنيتي او اقتصادي ننګونوسره مخامخ سي. خو ملګري ملتونه د نړيوالي ټولني په مرسته دې ته پوره چمتووالي لري، چي ددې ننګوونو په مقابل كي دكابل تر شاه ودريږي. موږ هڅه كوو په دغه هيوادكي د امنيتي اواقتصادي ربړو د ليري كولو ترڅنګ د بشر دحقوقو د ساتني او دموكراسۍ د ودي له پاره هم ګامونه واخلو.

بان كي مون په ټينګارسره وويل چي په كابل كي ددغه سازمان ځانګړي استازي ماموريت دادی چي د افغانستان سره په ټولواړخونوكي سوي ژمني يو په بل پسي عملي كړي. په تيره بيا د افغانستان د ملي پراختياستراتيژي چي د افغان وګړو د ژوندانه د بدلون اوښه كيدو له پاره جوړه سوې ده لومړيتوب وركړل سوی دی.

مون دا هم وويل چي، په افغانستان كي د جمهوري رياست او ولايتي شورګانوله پاره ټاكني مهمه پېښه ده موږ به په دې برخه كي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون سره مرسته وكړو تر څوراتلونكي انتخابات عادلانه ديموكراتيك اوشفاف وي.

د دواړومشرانوله څرګندونوڅخه داسي جوته سوه چي د افغانستان په وړاندي د ملګروملتونو د ټولني ژمني عملي بڼه لري اوكابل ته ډاډ ورکړل سو چي افغان جمهور رييس به د تنګسې پرمهال يوازي پرنږدي او د نړيوال تعهدله مخه به يې ورپسي ستونزي حل كړي.