1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون: منځنی ختيځ بايد د اټومي وسلو څخه پاکه سيمه وي

۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16pWK

د ملگرو ملتونوعمومي منشي بان کي مون ويلي دي چي په منځني ختيځ کي دي د داسي زون د رامنځ ته کېدو له پاره کار وسي، چي د اټومي وسلو څخه پاکه وي. په نيويارک کي د بان کي مون د دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي ملگري ملتونه به په دې تړاو په ۲۰۱۳م کال کې يو کنفراس راوغواړي.

بان کي مون هيله څرگنده کړې ده چي په دې تړاو به روسيه او د امريکا متحده ايالتونه ورسره همکاري وکړي. د نوموړي په وينا اسرائيل د اټومي وسلو د درلودلو پخلی نه کوي. دا په داسي حال کي ده چي ايران د خپل اټومي پروگرام له کبله په نړیواله توگه تر نيوکو لاندي دی. په عين حال کي په غزه کي د اسرائيل او غزې تر منځ اوربند ټيکاو موندلی دی.