1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون پر کشمير د منځګړيتوب وړانديز کړی

۱۳۹۵ مهر ۱۰, شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د هند او پاکستان تر منځ د کشمېر پر لانجه د منځګړيتوب وړانديز کړی دی. دا په داسي حال کي چي پر دغه موضوع د دواړو اړخونو تر منځ بيا تشنج زیات شوی دی.

https://p.dw.com/p/2QnAS
Ban Ki-moon UN Generalsekretär
انځور: REUTERS

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په امريکا کې د پاکستان د سفيرې مليحه لودهي سره د ملاقات پر وخت وړانديز وکړ چی دی کولای شي د کشمير په لانجه کې د پاکستان او هند ترمنځ منځګړيتوب وکړي. د دواړو هيوادونو ترمنځ ترنګلتياوې ډيرې زياتي شوي دي.

په امريکا کې د پاکستان سفيرې مليحه لودهي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۳۰مه نېټه) په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون سره د ليدنې کتنې پر وخت ټينګار وکړ چې نوموړی دې دې لانجې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د حل په موخه دې مداخله وکړي.

له بله اړخه په ملګرو ملتونو کې د هند ديپلوماتيکي ډلې هم د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي چې هند هم د وضعې لا خرابيده نه غواړي.
 

د بان کي مون د يوه وياند له خوا په خپره شوې یوه اعلاميه کې ويل شوي چې عمومي منشي پر دواړو خواو د محتاطانه چلند د کولو ټينګار کړی او د ترنګلتيا د راکمولو په موخه یې د چټکو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې.

«د دپلوماتیکو لارو د لانجې حل»

بان کي مون زياته کړې چې هند او پاکستان بايد د ديالوګ او دپلوماتيکي لارو د اختلافاتو د حلولو هڅه وکړي. نوموړي په همدې ترڅ کې د لانجې د حل په موخه د منځګړيتوب وړانديز هم وکړ. د ملګرو ملتونو د يوه وياند په حواله: «که دواړه اړخونه وغواړي نو عمومي منشي د منځګړي رول لوبولو ته چمتو دی.»

هند د پنجشنبې په ورځ ويلي ول چې په د پاکستان په خاوره کې څو کیلومتره دننه يې پر «ترهګریزو اهدافو» بريدونه یا «سرجیکل سټرايکس» (جراحي ګوزارونه) ترسره کړي. سرجيکل سټرايکس هغه بریدونو ته ويل کيږي په پټه پر نظامي مقرونو ترسره شي او هیڅ جانبي عواقب ونه لري يعني بريد کونکي ته هيڅ زيان ونه رسيږي.

په امريکا کې د پاکستان سفيرې مليحه لودهي د بان کي مون سره تر ليدنې کتنې وروسته د فرانس پريس خبري آژانس ته وويل: «دا د سيمې له پاره یو ډير خطرناک وخت دی. ما بان کي مون ته وويل چې وخت را رسيدلی چې د يوه کړکيچ څخه د مخنيوي په موخه دی خپل نقش ولوبوي ځکه داسې ښکاري چې یو بحران به رامنځته شي.»

«نړيوال ثبات ته ګواښ»

لودهي پر هند د دې ‌ډول وضعې د رامنځته کولو تور ولګاوه. د هغې په وينا هند په خپل چلن اوس سیمه ييز او نړيوال امنيت او ثبات ته ګواښ جوړوي. لودهي وویل له بان کي مون څخه يې غوښتنه کړې چې په نوامبر کې د هند او پاکستان په نظر کې نيول شوی سفر، رامخکې کړي.

د دې دمخه د ملګرو ملتونو وياندې شټیفاني دوجارچ وويل چې بان کي مون به د ترنګلتيا د راکمولو د ټولو هڅو او وړانديزونو هرکلی وکړي. دې زياته کړه چې بان کي مون د وضعې په اړه انديښمن دی.

د دې دوو ګاونډي اتومي ځواکونو هند او پاکستان د ترمنځ د هغې راهيسې ترنګلتياوې زياتې شوي کله چې هند پر پاکستان د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر يوې پوځي اډې د بريد پړه ورواچوله. د «اُړي» په نوم پر دې اډې بريد کې ۱۸ هندي عسکر وژل شوي ول.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيفه يو انځوريز البوم: