1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون: په سوریه کې وضعه د زغم وړ نه ده

۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبه

د ملګروملتونو عمومي منشې په سوریه کې د مخالفینو پر وړاندې د سوريي د پوځ د قهرجن غبرګون په اړه د سوریي له رژیم څخه غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کووونکي والرې اموس ته دغه هیواد ته د سفر کولو اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/14EXo
انځور: AP

بان کي مون وویل هغه په دې اړه ډیر مایوسه دئ چې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د پرلپسې ژمنو سربیره میرمن اموس په دې ونه توانیده چې سوریي ته سفر وکړي.

میرمن والرې اموس د ملګروملتونو د سازمان یوه لوړپوړې چارواکې ده. سوريي ته د هغې د سفر د نه کولو په اړه ویل شوې دي چې د سوريي هیڅ یو رسمي مامور له هغې سره د لیدنې کتنې وخت نه لري. میرمن اموس بیرته نیویارک ته ستنه شوې ده.

بان کي مون د جمعې په ورځ د ملګروملتونو د سازمان په غونډه کې وویل:

« زه یو ځل بیا د سوريي څخه غوښتنه کوم چې د هغې د لیدنې له پاره دې ډیر ژر لاره هواره کړې تر څو د بشري مرستو د سازمانونو کارکوونکي په نزدې وخت کې وکولای شي، هغو زرونو کسانو ته چې په بیړنې توګه مرستو ته اړتیا لري لاس رسې ولري.»

د سوريي چارواکو تر دې مخکې د حمص جګړه ځپلي ښار ته د سره صلیب د نړیوال مرستندویه سازمان د یو کاروان د ننوتلو مخه نیولۍ وه. د حمص د ښار د باباعمرو په سیمه کې د اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه ده.

د ملګروملتونو د سازمان عمومي منشي په سوريه کې د زورزیاتیو د پيښو د بندولو غوښتنه کړې ده او په سوريه کې ئي وضعه وحشتناکه او د نه زغملو وړ بللې ده. بان کي مون په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده:

« هغه انځورونه چې موږ لیدلې وحشتناکه دي. دا هیڅکله هم د منلو وړ نه دي. څنګه کیدای شي چې سړی د یوه انسان په توګه دغه وضعه وزغمي؟»

بان کي مون په دې خبره ټینګار وکړ چې د سوريي چارواکې باید پرته له کوم شرطه مرستندویه ډلو ته اجازه ورکړي چې جګړه ځپلو سیمو ته سفر وکړي.

نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په دې هیواد کې د یوه کال راهیسی د سختې جګړې له امله بشرې وضعې ډیره ویرونکې بڼه خپله کړې ده او دا د هیڅ ډول ځنډ اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د المان د حکومت استازي پيتر ویتګ په سوريي کې د وضعې خرابوالي ته په کتو سره د امنیت د شورا د ځانګړې غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

متحده ایالاتو یو ځل بیا د نړیوالۍ ټولنې څخه غوښتي چې د خپل ولس په وړاندې د سوريي د حکومت وحشیانه عمل وغندي.

روسیه او چین د سوريي د رژیم د دوستو هیوادونو له ډلې څخه دي چې تر اوسه ئي د سوريي د حکومت په وړاندې د امنیت د شورا د پریکړه لیک مخه ډب کړې ده.

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: سید ریاض