1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون: کرزي خپله مېړانه و ښودله

۱۳۸۹ بهمن ۷, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو، ملګرو ملتو او اروپا اتحاديي د افغانستان د نوي پارلمان له پرانيستلو څخه هر کلی کړی.

https://p.dw.com/p/Qvtr
افغان ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي مان کي مون
افغان ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي مان کي مونانځور: AP

د ملګرو ملتوعمومي منشي بان کي مون وويل چي، د افغانستان د پارلمان پرانيستل په دغه هيواد کي « د حکومتوالي د ښه کولو پر لور د يوې نوي دورې د پيل معني لري.»

افغان ولسمشر، حامد کرزي پرون د خپل هيواد پارلمان تر يو لړ پرله پسي لانجو وروسته پرانيست او د نوي پارلماني له استازو سره يې لږ ترلږه سمدلاسه لانجه پاي ته ورسوله.

تر دې مخکي ځينو استازو ګواښ کړی ؤ چي که چيري کرزي پارلمان افتتاح نه کړي، هغوی به پر خپل سر دا کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د دفتر لخوا په خپره سوې وينا پاڼه د کرزي ددې تصميم څخه هرکلی سوي او هغه يې ستايلی دی.

وينا پاڼه چي په کابل کي د ملګرو ملتو د نمايندګۍ له خوا خپره سوې راغلي دي: «عمومي منشي د ولسمشر کرزي له اقدام څخه د غوره دولت مشري د ښودلو» او دا چي هغه په داسي يو حساس پړاو کي «پر خپل ولس باندي د يووالي غږ کړی ستاينه کوي.»

د افغانستان د نوي پارلمان د پرانيستلو څخه چي په 2001 کال کي د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو څخه وروسته په خپل وار سره دوهم پارلمان دی، د امريکا متحده ايالاتو حکومت هم هرکلی کړی دی.

د متحده ايالاتو د ملي امنيت د شورا وياند، مايک همر وويل: «د افغانستان د نوي پارلمان جوړيدل په دغه هيواد کي د ديموکراسۍ پر لور يو مهم ګام او د افغانانو لپاره چي په تير سپتمبر کي يې په پوره زړورتيا د راييو صندقونو په وړاندي ودريدل، خورا مهمه شيبه ګنله کيږي.»

هغه وړاندي وويل: « د امريکا متحده ايالات په دې مناسبت د افغانانو د برياليتوب په دغه لمانځنه کي ځان شريک بولي او هغوی تشويقوي ترڅو د انتخاباتو د پروسي په اصلاحاتو کي خپل زيار وباسي.»

د افغانستان پارلماني ټاکني چي د سپتمبر په مياشت کي تر سره سوي د يو لړ درغليو او بې نظميو سره جوختي وي. کابو د پنځو مليونو ورکړل سوو رايو څلورمه برخه باطله وګڼل سوه.

د پارلمان د پرانيستلو سره سره ولسمشر کرزي تراوسه پوري د دغو ټاکنو وروستي نتايج ندي منلي. هغه د ځينو کانديدانو د غوښتنو پر سر دغور لپاره يوه ځانګړې محکمه ګمارلې ده چي ښايي په راتلونکو اونيو کي خپل تصميم اعلان کړي.

دغه راز د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند، فليپ کرولي هم د پارلمان د پرانيستلو څخه هرکلی وکړ او وويل چي، متحده ايالات هيله من دي چي د افغان حکومت ټول ارګانونه «په ګډه سره کار وکړي او د افغانستان د خلکو لومړيتوبونو ته غوره والی ورکړي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل