1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن : موږ د افغانستان په اړه يووالي ته ضرورت لرو

۱۳۸۷ اسفند ۲۱, چهارشنبه

دامريکا دمتحده ايالتونو دنوي حکومت لوړ پوړي نماينده ګان په بروکسل کي کتار ولاړدي ...

https://p.dw.com/p/H9pi
بايدن پرون په بروکسل کښي د ناټو د غونډي پر مهال
بايدن پرون په بروکسل کښي د ناټو دغونډي پرمهالانځور: AP

د ناټو اواروپايي ټولني څخه ددغه هيواد دبهرنيو چارو دوزيري ميرمن هلري کلينتن له کتني څخه وروسته، اوس دامريکا درياست جمهورۍ مرستيال جوزف بايدن هم بروکسل ته راغلی دی . ددوی دواړو کتني چه هغه هم پر له پسې تر سره کيږي، ددي نخښه ده چي جمهور رييس اوباماته داوقيانوس اطلس دسمندر لدې غاړي سره اړيکي څومره مهمي دي . تر ټولومهمه لا هغه لهجه ده چي دوی پرې وږغيدل . ميرمن کلينتن او بايدن دواړو ويلي چي مونږ ددې لپاره راغلي يو چي ستاسي خبرو او غوښتنوته غوږ ونيسو . خوددې برعکس دجمهور رييس بوش دحکومت نماينده ګانو دهدايتونو دورکولو هڅي کولې، او اروپا يې په اراده لرونکو اواراده نلرونکو باندي ويشلې وه . او کله کله حتی داوقيانوس اطلس ددواړو خواوو دهيوادونو ترمنځ سختي خبري هم يوبل ته کيدې . خواوس به پدې وضعه کي تغير راسي ،اولکه څنګه چي بايدن د ناټو په مخکي ويلي دي دا خبري يوازي دامريکا دخپلو اهدافو لپاره نه کيږي . بايدن څرګنده کړه :

«مونږ يوازي په هغه صورت کي چي واقعاًيو والی ولرو ،بريالي کيدای شو. موږ دافغانستان په برخه کي هم يو والي ته اړتيا لرو .»

ځکه چي نوې کړنلاره به نه دافغانستان اونه دپاکستان په وضعه کي بدلون راولي . يوزف بايدن په دغو دواړو هيوادوکي دطالبانو په بيرته قوي کيدوکي ټول لويديزته ګواښونه ويني، دی وايي :

«داروپا اوزمادهيواد خلک ددغه جنګ څخه په تنګ شويدي . زمونږ په هيواد او همدغه ډول په اروپاکي ډير کسان پوښتنه کوي چي موږ ولي خپل عسکر، او جنګي وسايل لدې ځايه دومره ليري پراته هيواد ته استوو . خوموږ دداسي سياستوالو په حيث چي دخپلو وګړو دامنيت دساتلو دنده لرو، پدې پوهيږو چي زموږ دډلي څخه هيڅ يو ددې څخه نسې منکريدای چي مونږ بايده دي د21پيړۍ لدې ګواښ سره مقابله وکړو، اوورباندي بريالي شو .»

بايدن دنړۍ دټولو تروريستي ګوزارونو منبع په افغانستان اوپاکستان کي ويني ،او وايي چي دامريکا د2001کال دسپتمبر د11نيټي دګوزارونو، دمادريد اودلندن دګوزارونو ، اوهمدغه ډول لږه موده دمخه دبمبيي دګزارونومنشه په دغودواړو هيوادوکي وه . په همدې خاطر اوباما غواړي چي نور 17000 عسکر هم افغانستان ته واستوي . ددې معنی داده چي هلته به دامريکا دعسکرو شمير تقريبا دوه چنده سي .اودی هيله لري چي ملګري هيوادونه هم پدې برخه کي ډيرفعال شي .

پدې ډول نودجمهور رييس بوش په پرتله پدې برخه کي کوم بدلون ندی راغلی . هغه هم له اروپايانو څخه دزياد تره فعاليدو تقاضا کوله . خوتوپيريې پدې کي دی چي دبوش حکومت يوازي دډيرو عسکرو غوښتنه کوله ،خوبايدن هربل ډول فعاليت هم مني .اووايي :

«مونږ پوهيږو چي نه دافغانستان اونه دپاکستان په برخه کي يوازي د پوځي حل لاره مرسته کولا ی سي . ځکه نو هراړخيزه مرستو ته چه د زيات ملکي اوديپلوماتيکي فعاليت سره ملګري وي ،اړه ده »

دالمان لمړۍ وزيره ميرمن انګيلا ميرکل ،اوددفاع وزير فرانس يوزف يونګ هم له اوږدي مودي راهيسي همداوايي .پداسي حال کي چي دبوش دحکومت غړو هراړخيزه مرستي ګټوري نه بللې ،خو اوس دغه نظر په واشنګټن کي دپام وړدی ،هغه لاڅه چي حتی دحکومت نظر ګرځيدلی دی .

هازل بخ/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري