1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن چین ته په رسمي سفر رسیدلی

۱۳۹۰ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال، جوبایدن، وايي چي چین او متحده ایالات باید د نړیوالو ننګونو په وړاندي په ګډه او د یو بل په همکارۍ عمل وکړي. ده دا خبره پیکینګ ته د خپل د سفر پر مهال کړي ده

https://p.dw.com/p/12IQR
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د «پیپلس ورځپاڼي» سره په یوي مرکي کي بایدن وويل چي د هغه او ولسمشر اوباما لپاره دا خبره روښانه ده چي چین او متحده ایالات د یویشتمي پيړۍ د لویو حکومتونو په حیث، په راتلونکي کي په ګډه سره د ننګونو سره مبارزه وکړي.

هغه وویل: «زه باور لرم چي که چین او امریکا د ننګونو په وړانده په ګډه عمل وکړي، نو د دغو هیوادونو خلک به د حکومت د هڅو څخه لا ډیره ګټه واخلي.»

بایدن زیاته کړي چي هیواد یې غواړي د چین سره د راتلونکو لسیزو لپاره ثابتي اړیکي ولري. د چین خبری آژانس، سینهوا، په خپلی یوی تبصری کی د بایدن سفر په یو«مناسب وخت کی ګڼي ترڅو رامنځ ته شوی اندیښنو ته ځواب ورکړی او خپلمنځي اړیکی ټینګی کړی.»

بایدن د خپل سفر پر مهال دا خبره هم کړي چي هیواد یي د چینایی پانګه اچونکو څخه هرکلی کوی. هغه همدا راز ویلی چی هیواد یی هڅه کوي ترڅو هغه قوانین تر کره کتني لاندي ونیسی چی له مخی یی چین ته د ځینو پر مختلوو الکترونیکي وسایل صادرول محدود شوی دي.

د دغو قوانینو د کرکتني او له منځه وړلو غوښتنه د چین د هیواد لخوا څو څو واري شوي ده. بایدن له نوموړی ورځپاڼي سره په خپلي مرکي کی وویل: « مونږ باور لرو چی د خپلمنځي سوداګریو د پراختیا او او د متعادلو اقتصادی اړیکو د ټینګولو لپاره نوری اغیزمنی لاری چاری موندلای شو.»

د تجارتی کسر د کمولو لپاره چی په 2010 کال کی 273 ملیارد ډالرو ؤ، امریکا متحده ایالات له چین څخه غواړی چی د خپل پولی واحد ارزښت لوړ کړي او پر وارداتو باندی لګول شوی خڼدونه لیری کړي.

دغه راز انتظار کیږی چی د متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیال په دی سفر د امریکا مالی کړکیچ او تایوان سره د امریکا متحده ایالاتو د وسلو د پلورلو معامله هم تر بحث لاندي ونیول شي.

چین امریکا متحده ایالاتو ته د ستر پور ورکونکو هیوادونو له جملی څخه شمیرل کیږی.

د متحده ایالاتو د دولتی خزانی په بهالرونکو اوراقو کی د ستری پانګی ایښودولو په پام کی نیولو سره چین د متحده ایالاتو د مالی کړکیچ په انديښنه لری.

خو د متحده د خزانی په وزارت کی د نړیوالو اړیکو لپاره معین، لیل برینارد د بایدن له سفر څخه مخکی وویل چی د ولسمشر مرستیال به چینایی لوری ته په ده اړه ډاډ ورکړی.

بایدن په خپل سفر کي د چین د ولسمشر په ګډون د دغه هیواد له نورو مشرانو سره هم وګوری. وروسته له هغه چی بایدن چین ته خپل سفر پای ته ورسوي هغه به منګولیا او جاپان ته هم لاړ شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم