1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایرن ایالت د مهاجرو د کورنۍ را غوښتنې پروسې محدودول غواړي

آژانسونه/ ش. ن۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د بایرن ایالت غواړي چې المان ته د بهرنیو اتباعو د کورنۍ غړو د راغوښتنې پروسه سخته شي، تر څو په دې برخه کې واضح محدودیت رامنځته کړي. دغه غوښتنه د سه شنبې په ورځ د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند له خوا مرکزي حکومت ته وړاندی شوې.

https://p.dw.com/p/1K23d
انځور: DW/B. Knight

د سه شنبې په ورځ په مونشن کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند استازو د المان له مرکزي حکومت څخه غوښتي دي چې د قبول شوو مهاجرو د کورنۍ الحاق یا یوځای کیدو د پروسه په برخه کې دې وضاحت رامنځته شي.

په دقیق ډول بایرن ایالت غواړي ځانته روښانه کړي، چې آیا په المان کې د قبول شوو مهاجرو د کورنۍ یوځای کیدو(د کورنۍ الحاق) سخت قانون د ټولو مهاجرو په برخه کې سر له همدا اوس څخه د نافذیدو وړ دی، او یا یوازې د هغو مهاجرو له پاره چې د ژنیف کنوانسیون له مخې ځانګړي حفاظت ته اړتیا لري.

وروسته تر دې باید هغو کسانو ته په کافي اندازه د استوګنې ځای او د ژوند شرایط برابر شي چې په المان کې د قبول شوي مهاجر له خوا د کورنۍ یوځای کیدو د قانون له مخې غوښتل کیږي.

د دې تر څنګ د بایرن ایالت غواړي چې نور نو د سوریې او افغانستان څخه مهاجر ونه مني، یوازې په هغه شرط چې د هر یوه مهاجر دوسه په انفرادي توګه څیړل شوي وي او نوموړی کس یا مهاجرد ځانګړي حفاظت مستحق وي.

بالاخره د بایرن ایالت له مرکزي حکومت څخه د یوه مهاجر د کورنۍ راغوښتنې (د فامیل یوځای کولو) له مصارفو څخه نیولی بیا د دوی د ښوونځي او ماشومانو د روزنې پورې د ټولو مصارفو په غاړه اخیستنې غوښتنه کوي.

د المان په مونشن ښار کې د ایالتي کابینې تر غونډې وروسته د (CSU) یا مسیحي سوسیال اتحاد ګوند څخه د بایرن ایالت د ټولنیزو چارو وزیرې اِميلي مولر، وویل چې هغه شرایط باید واضح شي چې له مخې یې مهاجر وکولی شي د دولت په موقتي استوګنځایونو کې و اوسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب