1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بخښنه غوښتل ښه کار دی خو جرمونه نه کموي»

حسین سیرت۱۳۹۲ مهر ۱۶, سه‌شنبه

له افغانانو څخه د عبدالرشيد دوستم تر بخښنې غوښتني وروسته په دغه هيواد کي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ټولو هغو مشرانو څخه چي د وروستيو دېرشو کلونو په جګړو کي ښکېل ول غوښتي دي چي له تاواني شویو کسانو څخه بخښنه وغواړي.

https://p.dw.com/p/19wJy
د افغانستان پخوانۍ لوی درستیز او د ملي جنبش ګود مشر جنرال عبدالرشید دوستم
د افغانستان پخوانۍ لوی درستیز او د ملي جنبش ګود مشر جنرال عبدالرشید دوستمانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان پخوانۍ لوی درستیز او د ملي جنبش ګود مشر ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د افغانستان په کورنيو جګړو، کمونيستي واکمنۍ او د طالبانو او شمالي ټلوالي ترمنځ خونړيو جگړو کي برخه اخيستې وه. په هغه اعلاميه کي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۷) د عبدالرشيد دوستم له خوا خپره سوې ده راغلي دي: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی چي موږ له ټولو هغو خلکو څخه چي په ټول هيواد کي زموږ له منفي سياست څخه اغېزمن سوي دي بخښنه وغواړو.»

عبدالرشيد دوستم په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي د ډاکټر اشرف غني احمدزي د لومړی مرستيال په توگه خپل ځان نومولی دی‎. هغه په دغه اعلاميه کي ويلي دي چی غواړي د افغانستان له خلکو څخه په بخښنې غوښتلو کي مخکښ و اوسي: «زه غواړم چي په دغه برخه کي مخکښ و اوسم او ووايم چي موږ له ټولو هغو کسانو څخه چي د جنگ په دواړو خواوو کي تاواني سوي دي بخښنه غواړو او هيله مو دا ده چي راتلونکي ټاکني زموږ په سياست کي نوی پيل وي چي جګړه به د اختلافاتو د حل لاره نه وي، بلکه موږ بايد د يو بل د منلو او خبرو اترو له لاري ملي يووالی ټينگ کړو.»

خو په افغانستان کي د بخښني د نړيوال سازمان استازي حوريه مصدق، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د دوستم دغه اقدام يو نيک کار دی، خو دغه شان کارونه نه سي کولای چي جنايتکاران له خپلو درنو جرمونو څخه خلاص کړي.

میرمن مصديق وويل: «دا يو نيک گام دی چي دوستم د خپلو تيرو اعمالو له کبله له هغو کسانو څخه بخښنه غواړي چي په پایله کې یې قرباني سوي دي. خو معذرت غوښتل هيڅکله نه سي کولای چي د جرم دروندوالی کم کړي او يا معذرت غوښتل په هيڅ صورت کي د جنايتونو د بخښني په معنی نه دي.»

د بشري حقونو د دغي فعالي په خبره دغه بخښنه غوښتنه یوازي کولای سي چي د قربانيانو دردونه لږ را کم کړي خو میرمن مصدق ټينگار وکړ چي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ۲۰۰۵ کال په نظر پوښتنه کي چي د جګړې له قربانيانو څخه پکښې پوښتني سوي دي، د افغانستان وگړي «په صراحت سره د جنگي جنايتکارانو د محاکمې غوښتونکي دي چې په محاکمه کې یې باید کورني او بهرني قضان حضور ولري.»

مصدق وايي چي د خلکو غوښتنو ته بايد لبيک وويل سي، مجرمين د قانون منگولو ته وسپارل سي او عدالت د هغوی په اړه پريکړه وکړي. هغې ټينگار وکړ چي د بخښني نړيوال سازمان د «جګړې مستند سوي دي» رپوټ د خپرولو غوښتونکی دی چي په افغانستان کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا جوړ سوی دی. په دغه رپوټ کي د افغانستان د درو لسيزو جنگونه مستند سوي دي.

«نور دي هم بخښنه وغواړي»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د عبدالرشيد دوستم د معذرت غوښتلو هرکلی کړی دی او وايي چي هغه نور کسان چي په تيرو درو لسيزو کي له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دی هم بايد له قربانيانو څخه معذرت وغواړي.

د دغه کمېسيون وياند رفيع الله بيدار، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «د کار د پيل په سبب موږ دغه کار ستايو، په ځانگړې توگه دغه کار د ځواب ورکولو فرهنگ پياوړی کوي.» هغه زياته کړه: «د عدالت د ټينگولو په برخه کي د لومړي گام په توگه دا يو ډېر ښه کار دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب