1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: القاعده او طالبان کرار کرار ځالي جوړوي

۱۳۹۰ مرداد ۹, یکشنبه

د نوموړي ولايت د ولايتي شورا رئيس وايي چي طالبان او د هغوی القاعده تړاوي طرفداران د سيمي د امنيت د ګډوډولو پلان لري. بدخشان د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دي چي له تاجکستان، چين او پاکستان سره ګډه پوله لري.

https://p.dw.com/p/126yH
د بخدشان اوسيدونکي
د بخدشان اوسيدونکيانځور: picture-alliance /dpa

خو د بدخشان والي وايي، چي دوی د سولي بهير ته د ناراضيانو د را څکولو بهير جاري ساتلی او يو شمير زور پالي يي له بغاوت څخه را ګرزولي دي.

د بدخشان د ولايتي شورا مشر ذبيح الله عتيق دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي، چي ويل کيږي زور پالي طالبان هڅه کوي د نا امنۍ څپه د ملک په شمالي ولايتونو کي هم پراخه کړي.

په تيرو څو کلونو کي بدخشان له هغو ولايتونو څخه شميرل کيدی چي په تيرو څو کلونو کي يي امنيتي وضيعت ډاډمن وو خو په ورستيو مياشتو کي ترينه د نا امنۍ د ګڼو پيښوخبرونه را رسيدلي دي.

عتيق وايي چي دغه ډلي د شغنان، دريم، بهارک او وردوچ په ولسواليو کي فعالي دي.

نوموړي ياد وسله والو ګروپونه له هغو افراطي ډلو سره په تړاو کي بولي کومي، چي د منځنۍ آسيا په يو شمير ملکونو کي ځالي لري.

« يو شمير عرب جنګيالي او په خاصه توګه د منځنۍ آسيا د ملکونو وګړي لا وختي د وردوچ او دريم په ولسواليو کي ځای پرځای سوي دي، د دوی هڅه دا ده چي په بدخشان کي خپلي اډې پراخي کړي او سيمه تر اغيز لاندي وساتي».

ويل کيږي د دغو چريکانو شمير شاوخوا دووسوو تنو ته رسيږي خو دا هومره زياته نده چي له يوي مخي د بدخشان امنيتي حالت له کنټرول څخه وباسي.

تيره مياشت د دغه ولايت په بهارک ولسوالۍ کي له حکومت پلوه ځواکونو سره د مخالفينو تر يوي څو ساعته نښتي وروسته معلومه سوه چي يو شمير عرب او تاجکستاني جنګيالي هم په جګړي کي ښکيل ول ځکه د هغوی مړي د افغان ځواکونو لاس ته ولويدل.

د بدخشان والي شاه ولي اديب هم د خپل تسلط لاندي سيمه کي د بهرنيو جنګيالو د شتون خبر نه ردوي.

نوموړی وايي دوی دغو اورپکو ته د سيمي د امنيت د ګډوډولو مجال ندی ورکړی.

« طالبان، القاعده او هغه ملکونو چي د دغو ياغيانو ملاتړ کوي، هڅه کوي چي له بهارک، شغنان او وردوچ ولسواليو څخه پر پلازمينه فيض آباد خپل نفوذ ولري، خو موږ هڅه کوو چي دهغوی مخه ونيسو».

د بدخشان ولايت ډيری استوګن وايي، وسله وال زور پالي د افغانستان، پاکستان اوتاجکستان تر منځ د هغي اوږدې غرنۍ پولي له لاري افغانستان ته را اوړي په کومه کي چي ياد ملکونه ډيره ولکه نه لري.

د دغي پولي يو شمير سيمي په کال کي څو مياشتي په وارو پوښلي وي او هلته د امنيتي ګزمو شونتيا ډيره محدوده ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل