1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: د تښتول سوو پوليسو ډېر بيرته آزاد سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه

د بدخشان ولايت چارواکي وايي چي د طالبانو له خوا د ۲۷ تنو يرغمل سوو پوليسو او مامورينو څخه ډېر يې بيرته آزاد سوي دي. خو ويل سوي دي چي په يرغمل سوو کسانو کي درې تنه لوړ پوړي چارواکي لا بنديان پاته دي.

https://p.dw.com/p/1C6SB
انځور: Getty Images/Afp/Rahmatullah Alizada

دغه ۲۷ کسان چي ډيری يې پوليس ول څو ورځي دمخه د بدخشان ولايت پر يمگان ولسوالۍ باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي يرغمل سوي ول.

د يمگان ولسوال په يوه تليفوني تماس کي ويلي دي: «وسله والو کسانو اوس هم د دغي ولسوالۍ د محبس امير، د پوليسو قوماندان او د ملي امنيت رئيس له ځانه سره يرغمل ساتلي دي.»

په لومړي سر کي داسي ويل کيده چي د بدخشان ولايت د يمگان ولسوالي وسله والو طالبانو نيولې ده، خو ځايي چارواکي وايي چي دغه ولسوالي د دوی په کنترول کي ده.

په سيمه کي د مرکزي اسيا جنگياليو ستونزه

د کار پوهانو په اند په بدخشان او فارياب ولايتونو کي وروستي وسله وال فعاليتونه د گاونډيو هيوادونو له ياغيانو سره تړلي دي. د بدخشان غرنۍ سيمه چي د تاجيکستان له بدخشانه سره سرحد لري د تاجيکستان حکومت د ناراضيانو له پاره د اوسېدو ډېر ښه بستر دی.

ويل کيږي چي په دغه سيمه کي د وسله والو طالبانو په پرتله د مرکزي اسيا هيوادونو او روسيې د شمالي قفقاز څخه راغلي ياغيان د خپل ژوند د بقا له پاره هم دغه شان يرغلونه کوي.

د تير کال د اپريل مياشتو په وروستيو کي وسله والو کسانو د ترکمنستان سرحد ته څرمه پر يو شمېر سيمو باندي يرغلونه وکړل او هغه يې د يو څه وخت له پاره نيولي هم وې.

دغه راز تير کال تقريباً په دغه وخت کي د فارياب ولايت د قيصار او غورماچ ولسواليو پر څو امنيتي پوستو باندي په يرغل سره وسله والو غوښتل چي هغه سيمي ونيسي خو تر لږ مقاومت وروسته له سيمي څخه وتښتېدل.

د اروپا- اسيا د کارپوهانو ټولني همږغې کوونکې جين ناتاليا حاريتونووا، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په دغه سيمه کي د ازبکستان اسلامي حرکت فعال دی او د طالبانو پلان عملي کوي:

«دوی په افغانستان کي د فعاليت په برخه کي سره همکاره دي، خو د ازبکستان د اسلامي حرکت سياسي هدفونه د مرکزي اسيا هيوادونه دي.»