1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برازيل او هالينډ به په يو پرڅلرم فاينل کښي سره مخامخ سي

۱۳۸۹ تیر ۸, سه‌شنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA د18 ورځي د يو پر اتم فاينل مسابقو په دريمه ورځ هالينډ سلواکيې ته 2پر 1 ، او برازيل چيلي ته ۳ پر صفر سره ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/O5KH
انځور: AP

ددغي ورځي په اوله مسابقه کښي چي د هالينډ او سلواکيې تر منځ تر سره سوه ، هالينډ وکولای سول چه نسبتأ ضعيفه سلواکيې ته دوه گولونه ورکي .

د هالينډ د ملي ټيم څخه آرين روبن چه د جرمني د بايرن مونشن په ټيم کښي هم بازي کوي ،لمړنی گول په 18 دقيقه کښي وواهه . آرين روبن چه د فټبال د نړيوالي اتلولۍ د شروع څخه په ټولو مسابقو کښي شامل ؤ ، وايي،

«زما دپاره دا مهمه وه ، چه د اوله سره په ټولو مسابقو کښي شامل وم . زما د زخمي کيدو څخه درې هفتې تيريږي ، که څه هم زه سل په سله کښي جوړ نه يم ، خو د نن دپاره يې کفايت کاوه . »

WM 2010 Südafrika Achtelfinale - Brasilien gegen Chile Flash-Galerie
انځور: AP

تر تفريح وروسته پر هالينډيانو باندی فشار زياد سو ، او نژدې ؤ، چه وِتيک د سلواکيانو دپاره بازي مساوي کړې وای . د مسابقې تر ختميدو 6 دقيقې دمخه په 84 دقيقه کښي د بَيک تر غلطۍ وروسته سنې يې در دوهم گول ولگوی . خو بيا د سلواکيې فارورډ وِتيک تر يوې لانجمني پينالټي وروسته په اضافي وخت ، يعني 93 دقيقه کښي هالينډيانو ته گول ورکی ،او مسابقه پر همدا 2پر 1 د هالينډ په گټه پای ته ورسيدل .

هالينډچي تر اوسه پوري د مقدماتي دورې درې سره مسابقې گټلي دي ، يو پرڅلرم فاينل ته راووتل او په بله جمعه به د برازيل سره مخامخ سي .

Südafrika WM 2010 Fußball Niederlande gegen Slowakei Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي ورځي په دوهمه مسابقه کښي چي بيا د برازيل او چيلي تر منځ تر سره سوه، د برازيل په گټه تمامه سوه .

د برازيل د ملي ټيم څخه يو ان په 35او لوييس فابيانو په 37 دقيقه کښي چيلي ته گولونه ورکړل . تر تفريح وروسته هم د چيلي ملي ټيم ښه بازي نه کوله ، او په 59 دقيقه کښي ورته روبِن هو بل گول ورکی . که په 75 دقيقه کښي گول افسايډ نه وای ، نو به يې څلرم گول هم ورکړی وای . ليکن مسابقه پر همدغه 3پر صفر د برازيل په گټه پای ته ورسيدل ،او په اطمينان سره يو پرڅلرم فاينل ته راووتل .

Südafrika WM 2010 Fußball Niederlande gegen Slowakei NO FLASH
انځور: AP

نن به د يو پر اتم فاينل په څلرمه او آخري ورځ پاراگوای د جاپان او هسپانيه د پرتگال په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

فريتڅس /محمد قاسم نوري

کتونکی : فضلي