1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برازيل ته د ايران د جمهوررييس سفر

۱۳۸۸ آذر ۲, دوشنبه

د برازيل څخه د ايران دجمهوررييس محمود احمدي نژاد ليدنه د برازيل دخارجي سياست په برخه کښي يو بل قدم دی ، چه غواړي د خپل هيواد سياسي او اقتصادي ودي او ګډ کار ته پراختيا ورکي...

https://p.dw.com/p/KdNd
د ايران جمهورريسس محمود احمدي نژاد
د ايران جمهورريسس محمود احمدي نژاد

برازيل کوښښ کوي چه يو قدرتمند هيواد سي ، او د امريکا د متحده ايالاتو د تأثير څخه راووزي .ددواړو هيوادو دجمهوررييسانو د خبرو څخه تر اقتصادي موافقو کيدای سي ، اضافه نوري موافقې هم وسي .لکه څنګه چه کارپوهان يې اټکل کوي ، دغه ليدنه کتنه کيدای سي ، د ايران او برازيل د ستراتيژيکي ملګرتيا دپاره لار خلاصه کي .په ريوو دې ژنيرو کښي د هاينريش بويل د علمي مؤسسې د برازيل دد فتر آمر توماس فاتيور وايي چي:

«د اقتصادي مسايلو څخه ماسيوا اټومي ملګرتيا کيدای سي ، يو دوهم عامل وي ، چه د ايران د اوسني حالت د په پام کښي نيولو سره د برازيل دپاره ډير اهميت لري .»

« برازيل په دې نژدې وختو کښي شروع کړېده ،چه خپل اټومي پروګرام بيرته پراخ کي. د انګرا 3 اټومي بټي جوړه ، او غواړي نور هم اټومي پروګرام ته پراختيا ورکي. برازيل غواړي په نړۍ کښي د يورانيمو د صادرونکي هيواد او اټومي قدرت په حيث ځان تثبيت کي، غواړي حتمأ اټومي وسلې جوړي نکي، خو غواړي پر هر شي باندي حاکميت ولري. ځکه نو لکه څنګه چه بيا فاتيور وايي:

« برازيل فکر کوي چه که ايران نن ورځ تر سخت مراقبت لاندي دی ، کيدای سي بله ورځ هغه پر برازيل هم تطبيق سي . »

د همدغي ستراتيژۍ پر اساس نو ځکه د برازيل جمهوررييس لولا دې سلوا نه يوازي د ايران پر اټومي پروګرام انتقاد ونکی، بلکه د هغو حقوقو څخه يې دفاع هم وکړه ، چه غواړي دهغه څخه د سوله ايزو مقاصدو دپاره کار واخلي.د برازيل حکومت د ايران د اټومي پروګرام پر سر بحثونه او خبري ډير جدي تعقيبوي.

فاتير پدې عقيده دی چه د برازيل څخه د ايران دجمهوررييس محمود احمدي نژاد ليدنه کتنه به په نړۍ کښي ددغه هيواد پرستيژ ته تاوان ونه رسوي. هغه به شايد د لنډي مودې دپاره تشويشونه راپيدا کي،خو لولا پدې هم پوهيږي چه د نورو هيوادو سره په څه ډول معامله وکي، او نه يوازي د ايران سره.

د برازيل هغه ستراتيژي چه د ټولو سره دوست واوسي، ددغه هيواد دپاره يې ګټي هم رامنځته کړي دي ، او لکه څنګه چه فاتيور وايي، د برازيل همدغه ستراتيژي خصوصأ د اقتصادي بحران پر وخت مثبته ثابته سوې، او د مکسيکو برعکس چه د امريکاد متحده ايالاتو په اقتصاد پوري مربوطه ده، او اقتصاد يې هم خراب سو ، برازيل ددغه بحران تر اغيزو ډير لاندي ندی راغلي. فاتيور اضافه کوي چي:

« د ايران د جمهوررييس سره ليدنه پدې خاطر هم وه ، تر څو امريکا ته ښکاره سي ، چه برازيل د امريکا د متحده ايالاتو د ځينو فيصلو څخه راضي ندی . »

د برازيل سره د ايران روابط کيدای سي، د ايران د اټومي پروګرام دپاره ګټي هم رامنځته کي،چي که څه هم هغه ژر نه وي، او د طويل المدت دپاره وي.

Damasceno, Marcio/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل