1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براهیمي به نن د م.م. د امنیت شوری ته خپل رپوټ وړاندې کړي

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16DCe

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړی استازی لخضر براهیمي، به نن د لومړي ځل له پاره د امنیت په شوری کې د سوریې د کورنۍ جگړې په اړه رپوټ ورکړي. براهیمې په تیرو څو ورځو کې دغه سیمې ته سفر کړی دئ او د یو ډیر شمیر خلکو سره ئې خبرې اترې کړي دي. زیاته شوې ده دغه غونډه چې د بندو دروازو تر شاه تر سره کیږي د کومو ثابتو پایلو انتظار ترې نه کیږي. د امنیت د شوری د غونډې مشری به د المان د بهرنیو چارو د وزیر گیدو ویسترویله له خوا پر مخ وړل کیږي. په روانه میاشت کې د امنیت د شوری دوریي مشري د المان پر غاړه ده.