1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په اړه نوې اندیښنې

عبدالباري حکیم (dpa, afp, dapd)۱۳۹۱ دی ۹, شنبه

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي لخضر براهیمی، ویلي دي چی اوس سوریه له دوو لارو سره مخامخ ده چې د هغه د خبری له مخی د «دوزخ او یا سیاسي حل لاره» ده.

https://p.dw.com/p/17B7h
انځور: picture-alliance/dpa

براهیمي د جمعې په ورځ په ماسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاروف، سره ولیدل. هغه تر دې لیدنې وروسته ویلي دي چی د سوریې د واقعیت په پام کې نیولو سره «باید موږ ټول سیاسي حل لارې ته مخه کړو.»

تر دې لیدنې کتنې څخه مخکې نوموړي الجزایري دیپلومات په دمشق کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد، ته د یوه انتقالي حکومت د جوړولو پلان وړاندې کړی وو.

که څه هم براهیمي او لاوروف له سیاسي لارې د سوریې د روانې خونړۍ جګړۍ پای ته رسیدو ته هیله من دي، خو براهیمي وایي چې په دې هیواد کې وضعیت «سخت د اندیښنې» وړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: «نښتې وار په وار زور اخلي او د ملکي وګړو د وژنې لمن پراخیږي.» په عین وخت کې هغه سوریې ته د ملګرو ملتونو د څارونکي پلاوي د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «د څارونکي پلاوي د غړو په شمیر کې باید زیاتوالی راشي چې د یو اوربند څارنه وکړي.»

د حل لاره ستونزمنه ده

سربیره پر دې لاروف ماسکو ته د خبرو اترو له پاره د یوې بلنې پر وړاندې د سوریې د اپوزسیون د غبرګون په هکله «حیرانتیا» څرګنده کړه. د سوریې ملي ایتلاف چې د اپوزسیون مهم اړخ دی د جمعې په ورځ وویل چې یوازې په هغو خبرو اترو کې ګډون کوي چې په یوه عربي هیواد کې تر سره شي او یوه «ښکاره اجندأ» ولري. تر دې مخکې روسیې دغې ډلې ته د خبرو بلنه ورکړې وه.

د سوریې اپوزسیون د حکومت له استازو سره تر خبرو اترو مخکې د اسد د استعفأ غوښتنه کوي. لاروف دریځ د هغې لاری په توګه ګڼي چې یوازې «بن بست ته رسیږي.» هغه وویل چې دا ډول یادونې وضعیت نور هم ناخوالی کوي.

« سیاسي حل لاره که خونړۍ جګړه»

روسیه د سوریې د رژیم له متحدینو څخه شمیرله کیږي. خو په وروستیو اونیو کې مسکو له دې رژیم څخه واټن نیولی دی. د امنیت د شورا د یوه دایمی او د ويتو حق لرونکی غړي په توګه روسیه د لویدیځې نړۍ د دریځ پر خلاف تینګار لري چې اسد باید د سوریې په راتلونکې حکومت کې ونډه ولري چې د هغه د رژیم او اپوزیسیون څخه جوړ شوی وي. روسیه په سوریه کې د یوې پوځي مداخلې مخالفت کوي.