1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون : دلندن ثبات د افغانستان او پاکستان په ثبات پوري تړلی دی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۷, دوشنبه

د بريتانيا صدراعظم ګوردن براون نن په کابل کي د افغانستان د جمهور رييس حامدکرزي سره په سرحدي سيمو کي د هغه څه په هکله چي براوان...

https://p.dw.com/p/HfOG
د برتانيا صدراعظم ګوردن براون
د برتانيا صدراعظم ګوردن براونانځور: AP

« د ترهګرۍ د ويلي کيدو د لوښي » په نامه ياد کۍ، پر ضد د مبارزي دپاره پريوې نوي ستراتيژي خبري وکړې .

براون وويل چي په دغه نوې تګ لاره کي به چي په رسمي ډول د چهار شنبې په ورځ بربنډيږي، افغانستان او پاکستان سره دده د خپلي وينا له مخي « د دوو بيلابيلو، مګر په عين وخت کي د يو بل د مکمل په حيث » په ګډه تعامل وسي.

براوان مخکي تر دې چي په کابل کي د افغاني حکومت سره وويني ، په هلمند کي دخپلو سرتيرو له اډو څخه ليدنه کتنه وکړه.

هغه د فرانس پر س خبري آژانس د يوه خبريال د پوښتني په ځواب کي د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه سيمه د تروريزم زانګو وبلله ،ده وويل :

« دغه د پاکستان او افغانستان تر منځ سيمي د ترهګرۍ د ودي اود ويليدو د لوښي حيثيت لري . د ترهګرۍ يو ځنځير دغه سيمي د نړۍ د ډيرو پلازمينو له سړکونو سره تړي . »

برتانيا تر امريکا وروسته دوهم هيواد دی چي په افغانستان کي ډير سرتيري لري ،چي شمير يې تر 8300 پوري رسيږي.

ده وويل افراطيت او د نشه يي موادو توليد د لويديزي نړۍ د ګتو لپاره يو خطر دی او مخه يي بايد ونيوله شي . دی بيا وايي « د طالبانو د افراطيت ،زورزياتي او د ترياکو کرهڼه د افغانستان په جنوب کي، د هلمند په شمول نه يوازي زمونږ ارزښتونو ته بلکه زموږ ورځني ژوند ته او حتی زموږ د هيواد، بريتانيا، امينت ته ګواښونه دي . د لندن د سړکونو ثبات د افغانستان او پاکستان تر منځ سيمو کي ثبات پوري تړلی دی. »

د بريتانيا له خوا دستراتيژۍ دغه اعلان وروسته تر هغه کيږي چي لويديځ په پاکستان کي د طالبانو د پرمختګ څخه انديښمن سوی دی .

د القاعدې پر ضد جګړه کي پاکستان د واشنګټن په نوې ستراتيژۍ کي چي جمهوررييس اوباما تيره مياشت اعلان کړه، په زړه کي ځای لري.

بروان په کابل کي خبريالانو ته وويل : « دغو داړو هيوادونو ته زموږ لاره چاره بيله ده خو هغه بايد د يو بل مکمل اوسي . »

« اوهغه لاره چاره چي موږ يې وړاندي کوو هغه به د پاکستان سره يوه تکميلي لاره چاره وي . هغه به د هغو اصولو پر بنسټ ولاړه وي چي موږ د 2007 کال په پای کي جوړه کړې ; افغاني کول، محلي کول، ملکي کول، او پخلايني کول . افغانستان به وکولای سي چي ډير زيات مسؤليت پر غاړه واخلي، د خپل ځان مسووليت . موږ په دې باور يو چي دا کار ولايت په ولايت وسي .»

د بريتانيا ددغي نوي ستراتيژي جزييات به دچهار شنبې په ورځ کله چي بروان د خپل هيواد پارلمان ته وينا کوي ، معلوم سي.

د بريتانيا صدراعظم دغه تبصرې خبريالانو ته په کابل کي هغه وخت يادي کړې چي جمهوررييس کرزي هم حضور درلودۍ.

کرزي ددغه کنفرانس څخه په استفاده سره وروسته له څو ورځو چوپيتا څخه اعلان وکړ، چي دی غواړي د زمري د مياشتي د 29 نيټې د جمهوري رياست انتخاباتو دپاره ځان بيا کانديدکړي.

کنفرانس ته کرزي په خپلو جملوسره داسي وويل : « په راتلونکو څو ورځو کي به زه ځان د خپلو مرستيالانو سره راجيستر کړم . »

د راجستر څخه دده مقصد دانتخاباتو کميسيون ته په رسمي ډول د کانديدتوب د غوښتنليک وړاندي کول دي.

AFPE/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري