1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون: په افغانستان کي د مسوليت د انتقال پروسه پيل سوه

۱۳۸۸ بهمن ۸, پنجشنبه

د افغانستان په باب د لندن په کنفرانس کي د برتانيې لومړي وزير ګوردن براون په پرانيستونکې وينا کي وويل چي...

https://p.dw.com/p/Lj7e
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون او افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون او افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

دا هغه يوه پروسه ده چي موږ يې دافغانستان په ټولو سيمو کي ولسوالي په ولسوالي او ولايت په ولايت امنيتي مسوليت له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

دغه راز براون زياته کړې چي نن پرېکړه سوې چي د افغانستان د ملي پوځ شمېر د 2010 کال تر اکتوبره پوري 143000 او تر 2011 کال تر اکتوبره پوري 170000 کسانو ته ورسوي. او دغه راز به د پوليسو شمېر د روان ميلادي کال تر اکتوبره پوري 109000 تنو پوري ورسيږي. چي په دې سره په راتلونکي دوو کلونو کي د امنيتي ځواکونو شمېر تر 300000 پوري ورسيږي.

ولسمشر کرزي د افغانستان په باب د لندن په کنفرانس کي د نړيوالي ټولني څخه د هغه د سولي د پلان د عملي کولو ملاتړ وغوښتی. او د طالبانو سره يې په خبرو کي د سعودي عربستان څخه د مرستي غوښتنه وکړه. ولسمشر کرزي دغه راز ددغه پلان د برياليتوب لپاره په نژدې راتلونکي کي د يوې لويي جرګې د راغوښتلو اعلان هم وکړی.

ښاغلي کرزي دغه راز د ملګرو ملتونو د وروستي تصميم څخه چي د يو شمېر طالبانو نومونه يې د تور لست څخه ايستلي هرکلی وکړی.

ولسمشر کرزي د فساد د مخنيوي لپاره هم د يوه پلان يادونه کړې او ويې ويل چي ښه حکومتداري او له فساد سره جګړه به دده د حکومت اصلي هدف وي.

د لندن په نړيواله غونډه کي پرته د افغانستان د ګاونډي هيواد ايران څخه اويا هيوادونو برخه اخيستې ده.

زيارمل