برتانوي ځواکونه د سنګين ولسوالۍ څخه پر شا کيږي
۱۳۸۹ شهریور ۲۳, سهشنبهامريکايي ورځپاڼه والستريت ژورنال نن ليکي چي بريتانوي ځواکونه د طالبانو د تحرک د جنګياليو سره تر څلور کلني خونړۍ جګړې وروسته د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ څخه پرشا کيږي.
د ورځپاڼي د معلوماتو له مخه د هغه ولايت تر ټولو په خطرناکه ولسوالۍ کي د طالبانو او بريتانوي ځواکونو تر منځ مقاومت «مساوي پای ته ورسېدی».
په نژدې مياشتو کي به بريتانوي ځواکونه د سنګين د سيمي کنترول امريکايي ځواکونو ته ور تسليم کړي.
د والستريت ژونال د خبري سره سم نه د امريکا د متحده ايالاتو او نه هم د لويي برتانيې پوځي لارښوونکي غواړي چي دا خبره په ډاګه کړي چي برتانوي ځواکونه د سنګين د سيمي څخه پرشا کيږي.
ورځپاڼه ليکي، د ځواکونو د پرشاکېدو څخه داسي ښکاري چي د امريکا سمندري ځواکونه بايد هغه کار تمام کړي چي برتانوي ځواکونو و نسوای کولای تر پايه پوريې ورسوي.
د برتانوي ځواکونو لارښوونکي دا مني چي د سلهاو وسلوالو طالبانو د مقاومت په ماتولو کي د عسکروشمېرلږ و.
هغوی وايي دا ډيره ستونزمنه ده چي په دغه شمېرعسکرو سره دداسي چا په وړاندي سړی وجګيږي چي تر مځکي لاندي ماينونه ښخوي د باغونو څخه ډزي ورباندي کوي او د سيمي د خلکو سره په اسانۍ سره تماس ولري.
د برتاني د سلطنتي پوځ د سمندري ځواکونو جګړن اولدي اولدرسن وويل:
« موږ نسوای کولای چي دلته ډير سرتيري سره راټول کړو»
په افغانستان کي د وژل سوو ۳۳۵ برتانوي ځواکونو دريمه برخه په سنګين ولسوالۍ کي وژل سوي دي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: محمد قاسم نوري