1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانوي ځواکونه د سنگين ولسوالۍ څخه وزي

۱۳۸۹ تیر ۱۶, چهارشنبه

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي برتانويانو تر ټولو زيات تلفات گاللي دي او اوس د «ګاردين» ورځپاڼې او بي بي سي د رپوټونو د مخه د دغې سيمې څخه خپل سرتېري باسي.

https://p.dw.com/p/OCMf
برتانوي ځواکونه په سنگين ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهال
برتانوي ځواکونه په سنگين ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهالانځور: AP

برتانوي ځواکونه به په افغانستان کي د يوې تر ټولو خطرناکي ولسوالۍ څخه ووزي او د هغې کنترول به د امريکا متحده ايالاتو ته وسپاري.

د312 برتانويانو څخه چي تر دا مهاله په افغانستان کي مړه سوي دي، تقريباً دريمه برخه يې په سنګين کي وژل شوي دي.

د برتانيې د دفاع وزير لايم فوکس به ښايي نن د چارشنبې په ورځ اعلان وکړي چي، برتانيه د هلمند په مرکزي سيمو کي خپلي هڅي ګړندۍ کوي.

ويل کيږي چي د برتانوي ځواکونو ايستنه به څو مياشتي وروسته پيليږي.

دا وخت په سنگين ولسوالۍ کي 1000 تنه برتانوي سرتېري ځای پر ځای سوي دي.

په هلمند کي د وژل سوو برتانوي عسکرو تابوتونه
په هلمند کي د وژل سوو برتانوي عسکرو تابوتونهانځور: AP

دغه پريکړه وروسته تر هغه وسوه چي، تيره مياشت برتانيې د هلمند ولايت قومانده يو امريکايي جنرال ته وسپارله.

په روان وخت کي په هلمند کي د امريکايي سمندري ځواکونو شمېر 20000 تنو ته رسيږي.

د برتانيې د دفاع وزارت د دغو رپوټونو د تائيد څخه ډډه کوله او يوه ويانديې څرګنده کړه چي هر ډول تغييرات به په رسمي توګه اعلانيږي.

دا په داسي حال کي ده چي د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ويليام هېيګ د سې شنبې په ورځ وويل چي، برتانوي ځواکونه بايد په راتلونکو پنځو کالونو کي د هر ډول جنګونو څخه پر شا سي.

برتانيه په افغانستان کي تقريباً 9500 تنه عسکر لري چي 8000 کسه يې په هلمند کي ځای پر ځای دي.

AG/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل