برتانيا د افغانستان جنوب ته 800 نور سرتېري استوي
۱۳۸۵ بهمن ۱۳, جمعهاعلان
هغه مهال به 5800 برتانوي عسکر په افغانستان کې ځای په ځای وي. کله چې د اونۍ په پای کې د ايساف قومانده امريکايانو ته سپارل کېږي به 500 برتانوي سرتېري له کابل څخه وايستل شي. په ټوليزه توگه به په دې توگه 300 نور سرتېري افغانستان ته ولېږل شي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم ويلي دي چې دی به د افغانستان سهيل ته د ملگرو ملتونو نور کارکونکي واستوي. د 2001 کال راهيسې 46 برتانوي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.