1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيه: د افغانستان د جگړې پايلي به لس کاله وروسته ووينو

۱۳۹۰ آذر ۳, پنجشنبه

د برتانيې د پوځ مشر د يوې مجلې سره په مرکه کي ويلي دي، چي هيواد يې په افغانستان کي په عملياتو کي په برخه اخيستو وياړي. خو دا چي د هغې د لاسته راوړنو پايلي ووينو لس کاله ورخت ته اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/13GHT
په هلمند کي د برتانوي ځواکونه، په طالبانو پسي د لټون پر مهال
په هلمند کي د برتانوي ځواکونه، په طالبانو پسي د لټون پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

د برتانيې د پوځونو مشر، جنرار دويد ريچارد، منلې چي په افغانستان کي ځيني تخنيکي اشتباه ګاني تر سره شوي دي، خو هغه هيله وښودله چي تاريخ به د افغانستان جګړه مثبته و ارزوي.

هغه د ټايمز ورځپاني ته ويلي دي، چي په افغانستان کي د کار پايلي به تر ۲۰۲۰ کاله معلومي سي.

هغه ويلي چي لس کاله وروسته به ټول په دې خبره قانع وي چي د افغانستان جګړه ضروري وه، او دا چي موږ سرلوړي وتلي يو.

جنرال ريچارد منلې چي په برتانيه کي د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ مخ پر کمېدو دئ. په برتانيه کي د افغانستان له جګړې څخه عامه ملاتړ د برتانوي سرتيرو د وژل کيدو، د پوځيانو له پاره د کافي امکاناتو د نه شتون او د پالسيو د تغير له وجي د کميدو په حال کي دئ.

ريچارد ويلي دي چي هغه د افغانستان په جګړه کي اشتباه ګاني مني، خو پر دې ټينګار کوي چي وروسته ترهغې چي په افغانستان کي د طالبانو رژيم ړنګ شوی له دغه هيواد څخه په بهرنيو هيوادونو کوم تروريستي بريد نه دی پلان شوی.

جنرال ريچارد دا خبره هم منلې چي په ۲۰۰۳کال کي برتانوي مشرانو افغان ته د عراق د جګړې له امله کمه توجه وکړه. خو زياته يې کړه چي په ۲۰۰۹کال کي د اوباما لخوا په افغانستان کي د ځواکونو د شمير تر ډيرېدو وروسته په دغه هيواد کي پاليسۍ پر سم لور روانه ده.

برتانيه به د راتلونکي کال تر پايه، له افغانستان څخه ۵۰۰سرتيري وباسي. د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته به برتانيه په افغانستان کي ۹۰۰۰پوځيان ولري.

د ۲۰۰۱کال څخه را په ديخوا شاوخوا ۳۸۹برتانوي سرتيرو په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکړی. ددغه هيواد لومړي وزير، ديويد کامرون، هوډ کړی، چي په افغانستان کي به تر پايه، پر خپلو تعهداتو ولاړ وي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل