1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيه: که په الوتکو کي کارتنونه چاودلي واي سخته تباهي به وايي

۱۳۸۹ آبان ۹, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو پر ضد د هوايي پوستي له لاري په دو کارتنونوکي شنډ سوو چادونو توکو په ټوله نړۍ کي د ترهګرو پر ضد پلټونکي راويښ کړل.

https://p.dw.com/p/Pv1G
دغه کارتنونه د يمن څخه ليږل سوي ول
دغه کارتنونه د يمن څخه ليږل سوي ولانځور: AP

اوس هري خواته پلټني رواني چي داسي نه وي چي په کوم بل داسي کارتن کي کوم بم اښول سوی نه وي.

د رپوټونو له مخه دغه کار تونه له يمن څخه استول سوي ؤ. په عين وخت کي دوې ښځي په دغه پلان کي د لاس درلولودو په تور نيول سوي دي.

جمهوررئيس بارک اوباما د برتانيې صدراعظم داويد کمرن او د سعودي عربستان پادشاه ملک عبدالله ته تليفون وکړ او د هغوی سره يې د شنډ کړل سوو حملو د پس منظر په هکله خبري وکړي.

دا ځکه چي دا د سعودي عربستان استخبارات ؤ چي امريکايي امينتي چارواکو ته يې د چاوديدونکو توکو د کارتونو په هکله معلومات ورکړل.

د متحده ايالاتو د کورني امنيت وزيري، Janet Napolitano د اټکل له مخه په دوبی او د برتانيې د Nottingham په ښار کي په کشف سوو کارتنونو کي د القاعدې نښي نښاني تشخيص سوي دي.

په يمن کي اوس د دغه شبکې په تعقيب پراخي څارني روان دي. د امريکايي چارواکو له نظره د القاعدې شبکې يمني څانګه ډير خطرناکه تروريستي ځاله ده.

دوه درجنه نور دغسي مشکوک کارتنونه پرون (شنبې) د يمن په پلازمېنه صنعا کي کشف سوي دي.

د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخه په صنعا کي دوې محصليني په دې تور نيول سوي چي هغوی د چادونکو توکو کارتنونه پسته خانې ته تسليم کړي دي.

د متحده ايالاتو د حکومت د معلوماتو له مخه دغه دواړه کارتنونه په شيکاګو کي د يهوديانو د يوې کنيسې آدرس ته د رسيدو په موخه هوايي پوستي ته ورکړل سوي و.

ددې لپاره چي د نورو داسي پوستي غوټو يا بستو مخه ونيول سي، د متحده ايالاتو داخلي پوستې له يمن څخه د هر ډول کارتن يا غوټو ليږدول درولي دي.

دوه امريکايي پوستي شرکتونه، UPS او FedEx په متحده ايالاتو کي خپلي ټولي پستې تر پلټني لاندي نيولي دي.

Flash-Galerie Jemen Bombe
انځور: AP

په امريکا متحده ايالاتو کي غټه اندېښنه اوس دا ده چي په تيرو اونيو کي د نړيوالو بار وړنکونو شرکتونو له لخوا څه شمېر کارتونه، غوټي او پوستې متحده ايالاتو ته رسېدلي دي.

د درو مياشتو را په دې خوا په متحده ايالاتو کي ټول پستي کارتنونه په سيستماتيکه توګه تر پلټني لاندي نيول کيږي او د اکسريزوړانکو څخه تيريږي.

د متحده ايالاتو حکومت پر اروپايي هيوادونو فشار ډير کړي چي د هغوي په هوايي ډګرونو کي بايد پرته له کوم توپير څخه هر پستي کارتن د پلټونو له ماشينونو څخه تيري سي.

مثلاً په برتانيه کي د هغه يو شرکت پوستي مالونه چي دغه هيواد ته د اعتبار وړ دي، نه پلټل کيږي. خو شرکت لږ تر لږه له يمن څخه تر لاسه سوي پوستې ځای پر ځای په ټپه درولي دي.

د برتانيې د کورنيو چارو وزيري Theresa May د نوتينګهام ښار ته نژدې په هوايي ډګر کي د موندل سوي بمي کارتن په اړه وويل:

«زه تصديق کوم چي دغه چادونکي توکه د چادوني لپاره چمتو سوي ؤ. ښايي د چادوني موخه يي خپله دغه الوتکه وه. که چيري دا چادونه سوې وای نو الوتکه به هرو مرو نسکوره سوې وای.»

Sina,Ralph / عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل