1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برزاني په بروکسل کې وينا وکړه

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

برزاني په بروکسل کې د امريکايي ځواکونو د ژر تر ژره وتلو په وړاندې مخالفت ښودلی دی. هغه وويل چې دا به د گډوډۍ او په عراق کې د کورنۍ جگړې په معنی وي.

https://p.dw.com/p/DKET
د کردانو د سيمه يز حکومت مشر مسعود برزاني
د کردانو د سيمه يز حکومت مشر مسعود برزانيانځور: AP

ده زياته کړه:
«که د امريکې ايتلافي ځواکونه ډېر ژر له عراقه ووځي به د امنيت وضعه لا پسې خرابه او کورنۍ جگړه پيل شي. که ترهگر ځانونه بريالي وگڼي به دغه حالت ډېر خطرناک وي. هغوی به بيا جگړه نورو هېوادونو ته ورسوي، لکه امريکې او اروپا ته. «

د عراق کوردي مېشته شمالي برخه د کيرکوک د گڼ توکميز ښار څخه پرته په عراق کې تر ټولو آرامه سيمه ده. په کيرکوک کې بريدونه په زياتېدو دي ځکه چې د نوامبر په مياشت کې ښايي د دې ښار د برخليک په هکله ريې واچولې شي، چې آيا نوموړی ښار د کوردانو د سيمه يز جمهوريت برخه گرځي که څنگه.
سني مذهبه ترکمنانو او عربي شعيه گانو، چې په دې ښار کې په اقليت کې دي د کوردانو د سيمې سره د يو ځای کېدو په وړاندې مخالفت ښکاره کړی دی. د عربو شړل هم بې گټې وو، دغه عربان د صدام حسين د رژيم په وخت کې په کيرکوک کې مېشت شوي وو. اوس دوه لکه کوردي کډوال بېرته ستانه شوي دي.

مسعود برزاني په بروکسل کې وويل چې د عراق د اساسي قانون پر بنياد به يوه نظر پوښتنه وشي او د ترکمني اسوري او مسيحي لږکيو حقونه به مراعات شي.

« موږ په اساسي قانون باندې عقيده لرو چې کوردانو په کې د ترکمنانو، اسوريانو او مسيحي شاليانو حقوق منلي دي. موږ د دې څخه ملاتړ کوو او دې ته اړ هم يو. موږ بايد د دغو ټولنو دپاره امنيت وساتو او دوی وژغورو. هغه اندېښنې چې دلته مطرح شولې بې بنسټه دي او له حقيقت سره سمون نه خوري.«

کيرکوک په عراق کې د نفتو او تېلو تر ټولو شتمنه سيمه بلل کېږي. د تېلو د خرڅلاو د لارې لاس ته راغلې پيسې دې د مسعود برزاني په اند په عراق کې وويشلې شي او د مرکزي حکومت لخوا اداره شي. برزاني دوه کاله وړاندې ولسمشر ټاکل شوی و.

ترکيه دغو پرمختگونو ته اندېښمنه ده. انقرا وېريږي چې کوردان به يو خپلواک دولت علان کړي. د کوردانو د کارگري پي کای کای گوند غړي د دوی په وينا له عراقه څو ځله ترکيې ته ننوتلي دي او د اتيايمې او نوي يمې کليزې په ترڅ کې کوردانو څو ځله د ترکيې له امنيتي ځواکونو سره جگړې کړي دي. مسعود برزاني، د کردانو د سيمه يز حکومت ولسمشر هغه نيوکې چې گواکې دی د پي کای کای گوند له فعاليتونو څخه سترگې پټوي، په کلکه رد کړې.

«د پي کای کای موضوع د نظامي لارې نه شي حل کېدای. موږ دې تياري ښودلې ده که ترکيه يوه سياسي حللاره په خپل هېواد کې ومومي له دغه بهير څخه ملاتړ وکو که غوښتنه راڅخه وشي. خو که سړی له نظامي حلالارې څخه گټه پورته کوي نو دغه چاره به زموږ له نظره بريالۍ نه وي. موږ به له نظامي لارې څخه ملاتړ ونه کړو.«

برزاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې کردان څه ډول راتلونکی او څه ډول دولت غواړي غبرگه کړه چې دغه پرېکړه بايد کردان پخپله وکړي. خو يوازې د عدم تشدد لاره په نظر کې ده. هغه گواښونه چې د ترکيې حکومت يې کوي بې گټې دي. ده زياته کړه چې د ده حکومت هم هيچا ته گواښ نه متوجه کوي.