1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين له کابل سره د نورو مرستو اعلان وکړ

۱۳۹۱ آذر ۷, سه‌شنبه

د المان دولت له افغانستان سره د نزدې ۹۷ ميلیونه یورو مرسته اعلام کړه. د دې مرستي قراداد پرون ناوخته په کابل کې د افغانستان د ماليي وزیر او په کابل کي د آلمان سفیر تر منځ لاسلیک شو.

https://p.dw.com/p/16qKd
Park Kabul

د آلمان هیواد دغه مرسته به د کابل په گډون د هيواد په پنځو شمالي ولایتونو، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې د بیاودانولو، اوبو رسولو او پوهني په برخه کې لگول کیږي.

د افغانستان د ماليې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د دغه سند د لاسلیک پر مهال له آلمان څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې په دغو مرستو سره به د ډیرو افغانانو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي:

«د آلمان له وړيا مرستي څخه چې ۹۷ ميلیونه یورو دي اول۴۰ ميلیونه یرورو به د افغانستان په وجهي صندوق کې اچول کیږي چې افغان دولت یې ولگوي، دوهمه برخه ۲۰ میلیونه یورو د پوهني د کیفیت پروگرام په برخه کې لگول کیږي او پاته نوري به د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې ولگول شي.»

د افغانستان د پوهني وزیر فاروق وردگ وايي، چې د آلمان هیواد له دغو مرستو څخه به نزدې۳۰۰ نوي ښونځي جوړ کړي او تر څنگ به یې په زرونو ښوونکو ته د وړتیا د لوړولو پروگرامونه پيل کړي.

فاروق وردگ ډاډ ورکړ چې د آلمان په گډون به له افغانستان سره د نړیوالو مرستي دوام وکړي او هغه اندیښنې بې ځایه دي چې د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته به افغانستان د مرستو او همکاریو له کمښت سره مخامخ شي، هغه وويل:

«له افغانستان سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د نړیوالي ټولني مرستي دوام ولري او څه ستونزه نه رامنځ ته کیږي دا خبري چې داسي کیږي او داسي کیږي هسي آوازي دي او دا د افغانستان د دښمنانو کار دی.»

په کابل کې د آلمان سفیر روديگر کونيگ، هم له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پر دوام ټینگار وکړ او ويې ويل، چې د افغانستان او آلمان همکاري اوږد مهالې او دوستي یې تاریخي ده، هغه وويل:

«له افغانستان سره د آلمان مرستي دوام لري، موږ به کوښښ وکړو، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو او زموږ هیواد د افغانانو د پرمختگ لپاره ژمن دی.»

آلمان له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو په کتار کې تر امریکا او بريتانیا وروسته دریم ځای لري.

دغه هیواد له افغانستان سره په تیرو لسو کلونو کې په ميلیاردو ډالره مرسته کړې ده، او اوس یې هم د افغانستان په يوشمېر شمالي ولایتونو کې نزدې څلور نيم زره سرتیري او خدماتي پرسونل په دندو بوخت دی.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب