1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرو زرو د خرس لومړۍ جایزه ورکړل شوه

مسعود جهش (dpa, AFP)۱۳۹۱ بهمن ۲۷, جمعه

د برلیناله د فلمونو په فیستیوال کې کلود لنزمن ته د هغه د لاسته راوړنو له کبله د «سرو زرو د خرس» جایزه ورکړل شوې ده. دغه فرانسوي فلم جوړوونکی په نړۍ کې د خپل مستند فلم له کبله چې «Shoah» نومیږي شهرت لري.

https://p.dw.com/p/17egA
انځور: Reuters

د «سرو زرو د خرس» جایزه د برلیناله د فیستیوال تر ټولو معتبره جایزه ده. ښاغلي لنزمن ته دغه جایزه په تیرو څو لسیزو کې د هغه د هنري فعالیتونو له کبله ورکړل شوې ده.

دغه جایزه د پنجشنبې په ورځ دې ۸۷ کلن فلم جوړوونکې ته د برلیناله د فیستیوال د مشر دیتر کوسلیک، له خوا ورکړل شوه. ښاغلي کوسلیک د جایزې د وړاندې کولو پر مهال لنزمن ته وویل: «دا د تاسو او زموږ له پاره یوه ډیره مهمه شپه ده.»

دغه فلم جوړوونکی د هغه مستند فلم له کبله نړیوال شهرت لري چې په ۱۹۸۵ کال کې یې جوړ کړ. د هغه فلم «Shoah» نومیږي چې د هولوکاست په اړه دی. دغه فلم نهه ساعته اوږد دی چې په کې د هولوکاست له پېښې څخه له ژوندي پاتې شویو کسانو سره مرکې شوې دي. په دې فلم کې همداراز د نازیانو هغه کمپونه انځور شوي دي چې د یهودانو د وژلو په موخه جوړ شوي ول.

لنزمن د خپل فلم به اړه وویل چې هغه پر دغه فلم باندې ۱۲ کاله کار کړی دی. دې فلم جوړوونکي زیاته کړه چې هغه تل د یوه څه په اړه فکر کاوه او هغه دا چې دا فلم به د هولوکاست په اړه په واضح ډول د خبرو کولو له پاره لاره هواره کړي.

د برلیناله د فلمونو په فیستیوال کې به د شنبې په ورځ تر ټولو غوره فلم ته هم د سرو زرو د خرس جایزه ورکړل شي.