برما: زلزلې شپږ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهاعلان
د برما هیواد یوې سختې زلزلې لړزولی دی. د ځایي پولیسو د لومړنیو راپورونو پر اساس لږ تر لږه شپږ تنه د شویبو په ښار کې هغه وخت مړه شول کله چې یو پل له راولوید. زیاته شوې ده چې دغه پل د جوړیدو په حال کې وو. د برما هیواد د رسمي مقاماتو د وینا پر اساس د ریشتر پر مقیاس د دغه زلزلې شدت ۶،۸ وو. د شویبو ښار د برما له دویم ستر ښار ماندالي (Mandalay) څخه د ۱۰۰ کیلومترو په واټن پروت دی.