1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برما: په هره بيه قدرت ساتل

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

د برما يا د میان مار د پوځی واکدارانو د پاره ترهرڅه مهمه خبره دا ده چی دوی بايده دی د ځواک له مسنده څخه راونه غورځيږی.

https://p.dw.com/p/DyNU
په برما کې ولس پوښتنی
په برما کې ولس پوښتنیانځور: AP

دا چی په دغه هيواد کی ټوپان راغلی دی، له سلو زرو څخه زیات انسانان وژل شوی او د يو ملیون انسانانو څخه زيات بی کوره شوی او هيواد د نرګس په نامه د باد او توپان د فاجعی له امله د داسی کړاونو سره مخامخ دی چی راتلونکی عواقب يی لاتر اوسه هم سړی نشی اټکلولی او په داسی يو ه بيړنۍ حالت کی دا به بيخی يوه طبيعی خبره وای چی په دغه هيواد کی د يوه نوی اساسی قانو ن په هکله ولس پوښتنه بايده دی چی د راتلونکی وخت د پاره ځنډول شوی وای.

داغوښتنه نړيوالو د برما له حکومته څخه کړی خو بيا هم د برما پوځی واکدارانو د نړيوالو دغه غوښتنه نده منلی او پرون په دغه هيواد کی د يوه نوی اساسی قانون د مسودی په هکله ولس پوښتنۍ شوی دی.

خو مخکی د مخه چی د دغه ولس بوشتنۍ نتيجه اعلام شوی وی ، دبرما دپوځی حکومت مخالفو سیاسی ډلو اعلام کړی چی د يوه نوۍ اساسی قانون د مسودی په اړه د پرون ورځۍ ولس تش په نامه ولس پوښتنی دی، پکی زیاتی درغلۍ شوی او د دوی د پاره هيڅ د منلو وړ نشی بلل کيدلای.