1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانوي مسلمانان د افراطيت پر ضد د مبارزې هڅه کوي

سيد رياض/ امپي يوهانا۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبه

په لندن کې د روان کال په می میاشت کې په عام محضر کې د یوه بریتانوي سرتیري په بې رحمانه توگه د وژلو د قضیې محاکمه پیلیږي. د دوو بریتانویانو پر ضد چې اسلام ته اوښتي دي، د اقامې دعوی شوې ده.

https://p.dw.com/p/1AJYX
انځور: J. Impey

بریتانوي سرتیری لي رېگبای، د لندن په سویل ختیځ کې د می میاشتې پر ۲۲مه نیټه په رڼا ورځ د یوې پوځې قشلې تر څنگ ووژل شو. دغه برید په عام محضر کې له سخت اعتراض سره مخامخ شو، ځکه چې تورنو کسانو پر لاره تیریدونکو کسانو ته ویل چې دوی دغه سرتیری ځکه وواژه چې د بریتانوي ځواکونو څخه د مسلمانانو د وژلو غچ واخلي.

په سپتمبر میاشت کې دواړو تورنو کسانو مایکل ادیبولایو او مایکل ادیبوواله، په یوه استماعیه غونډه کې د جرم د منولو څخه انکار وکړ. نن د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د نومبر ۱۸) د دغو کسانو پر ضد محاکمه پیلږي.

که څه هم دغه برید د مسلمانو مشرانو له خوا په لویه کچه غندل شوی وو، خو بیا هم تر دغه قتل وروسته د مسلمانانو او مسجدونو پر وړاندي په بریدونو کې په څرگند ډول زیاتوالی راغلی وو. د لندن په ختیځ کي شاینول خان په یاد راوړي چې په هغو ورځو کې فضا ډیره ترینگلي وه. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د ولووېچ تر پیښې وروسته پر مسجدونو، نورو تأسیساتو او همداشان پر خلکو باندې د حملو د تر سره کیدو د ډیرو پيښو واوریدل.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې په فکر يې په هغه وخت کې اسلامي ټولنې د ډیر خطر احساس کاوه.

د آرمۍ رامنځ ته کیدل

تر دغي پیښې څو میاشتې وروسته په وضعه کې بیرته آرامي راغله. د لندن ختیځ مسجد ته هره اوونۍ په زرونو مسلمانان ورځي، چې زیاتره یې په خټه بنگله دیشان دي. خان له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «هغه څه چې په لندن کې پېښ شول، د بیانولو وړ نه دي، او دا داسې څه نه دي چې هغه دي ژر هیر کړای شي.» د هغه په وینا دی فکر کوي چې د دغه پیښې تأثیرات به لا تر ډیره وخته پاته شي.

په لندن کې شاوخوا درې میلیونه مسلمانان اوسیږي، خو هغوی له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. له یوه اړخه ښي اړخه افراطیان لکه انگلش ډیفنس لیگ، (EDL) چې د بریتانيا د هله گوله کوونکو کړیو څخه یې سر راپورته کړی دی هڅه کوي چې اسلام ضد احساسا راوپاروي. د ولووېچ تر قتل وروسته (EDL) ډیر مسلمان ضد لاریونه تر سره کړي دي. له بله اړخه اسلامپاله افراطیان په خپل وار سره هڅه کوي چې ناراضه او تجرید شوي خلک افراطیت ته وهڅوي. خو داسې سازمانونه هم شته چې له اسلامي ټولنو سره د یوه ښه ادغام د رامنځ ته کولو او د افراطیت پر ضد د مبارزې له پاره هڅه کوي، لکه د «قلیم» په نوم فکري بنسټ.

د افراطیانو گواښ

اسامه حسن، چې د قلیوم بنسټ له پاره کار کوي، د افراطیت له خطره ښه خبر دی. دا چې هغه له رادیکالو اسلامپالو څخه فاصله نیولې ده، دی او د ده ملگري د دغو افراطیانو له پاره بالقوه هدف دی. د لندن ښار په منځ کې د دوی د دفتر کړکۍ د بم ضد ښیښې لري.

اسامه حسن، په دې باور دی چې د ۲۰۰۵ کال په جولای میاشت کې د لندن په میترو کې د افراطيانو له خوا د بریدونو د تر سره کیدو وروسته، په دغه هیواد کې میشتي اسلامي ټولني ډیر گامونه اخیستي دي. په دغه چاودونو کې تر پنځوسو زیات انسانان وژل شوي ول.

د ځوانانو له پاره ملاتړ

زلمیان او په ځانگړې توگه ځوانان زیاتره وخت د افراطیت له خطر سره مخامخ وي. د عثماني په نوم د ځوانانو مرکز چې د لندن د ختیځ مسجد څخه یو څو گامه وړاندي پروت دی، په دغه ځای کې ځوانانو ته خپل خدمات وړاندي کوي، په ځانگړې توگه هغه ځوانان چې له دغو ډلو سره یې د یو ځای کیدو خطر وي. د دغه مرکز منیجر ابو مومن له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ سپورت د یوه ښه میتود په توگه وموند. سپورت هغه ژبه ده، چې هر څوک پرې پوهیږي او دا د ټولو قومونو او ادیانو د ځوانانو د بوخت ساتلو له پاره ښه لاره ده. دا زموږ یو له بریاوو ډک پروگرام دی.»