1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته تياری نيسي

۱۳۹۰ اسفند ۹, سه‌شنبه

بريتانيا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ايستلو له پاره تياری نيسي. دغه هيواد له قزاقستان سره داسي سند لاسليک کړی دئ چي له مخي به ئې ټول ځواکونه له دغي لاري له افغانستان څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/14BRx
انځور: dapd

د انگلستان د دفاع وزارت د وينا له مخي هيواد ئې په افغانستان کي شاوخوا ۳۰۰۰ زغروال موټرونه او ټانکونه او د مهماتو او تجهيزاتو شاوخوا ۱۱ زره کانټينرونه لري.

د بريتانيا ددفاع وزارت په پام کي لري چي له افغانستان څخه خپل ټول پوځي مهمات د اورگاډي له لاري قزاقستان او له هغه ځايه د بالتک سند له لاري بريتانيا ته انتقال کړي.

د انگلستان پوځي چارواکي وايي چي له افغانستان څخه به د ځواکونو او پوځي مهماتو په را ايستلو به د روان کال په دوبي کښي پيل وکړي او په ۲۰۱۴ کال کي به پای ته ورسيږي.

د انگلستان ديلي تلگراف ورځپاڼه د بريتانيا د پوځي چارواکو په حواله ليکي چي له افغانستان څخه ددغه هيواد د ځواکونو پر بيرته را ايستلو باندي شاوخوا ۱۰۰ ميليونه بريتانوي سترلينگ پونډه مصرف راځي.

ورځپاڼه لیکي چي د تيري شنبې په ورځ د انگلستان او قزاقستان د دفاع وزيرانو په دې اړه يو تړون لاسلیک کړی دئ چي له مخي به ئې له افغانستان څخه بريتانيايي ځواکونه او پوځي مهمات له غي لاري را وځي.

د بريتانيا ددفاع وزير ويلي دي چي د ځواکونو د را ايستلو له پاره د مرکزي اسيا لاره د پاکستان تر لاري ډيره په امنيت کي ده.

«د پاکستان لاره چي هر وخت د ناټو ځواکونو کتارونه تر بريدونو لاندي راځي ډيره خطرناکه ده.»

ددې تړون تر مخه داسي ويل کيده چي د پاکستان له لاري د پوځي مهماتو او عسکرو بيرته را ايستل ځکه بند سول، چي پاکستان په افغانستان کي مېشتو ناټو ځواکونو ته پر اکمالاتي کتارونو باندي بنديز ولگاوه.

پاکستان وروسته تر هغه دا کار وکړ، چي د ناټو ځواکونو يوې څرخۍ الوتکي د پاکستان په خاوره کي ۲۴ تنه پاکستاني پوځيان په يوه بريد کي ووژل.

انترفکس/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: سيد رياض