1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا۶۰۰ تنو افغان ژباړونکو ته وېزې ورکوي

نجيب الله زيارمل (AFP,دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱, چهارشنبه

بريتانيا غواړي په افغانستان کي د پوځي ماموريت له ختمېدو سره ۶۰۰ تنه افغان ژباړونکي له خپلو کورنيو سره يو ځای بريتانيا ته بوزي. که ژباړونکي په بريتانيا کي زده کړي کوي نو پنځه کاله به دولت معاش هم ورکړي. (انځور ارشيف)

https://p.dw.com/p/18bpZ
Etwa 30-40 Übersetzer haben sich am 14.05.2013 vor dem PRT-Lager in Kundus versammelt um auf ihre geäfhrliche Situation aufmerksam zu machen. Die Übersetzer werden von den lokalen Aufständischen und Taliban bedroht und befürchten eine massive Verschlechterung ihrer Lebenssituation nach dem Abzug der Bundeswehr aus Kundus. Die Bilder hat uns unser Korrespondent Yama Sherzad aus Kundus geschickt. Alle Rechte gehören der DW.
Übersetzer der Bundeswehr in Kundus Protestانځور: DW/Y.Sherzad

د بريتانيا لومړي وزير ديويد کمرون ته نژدې سرچينو ويلي دي، چي د پوځي ماموريت په پای کي هغه ژباړونکي له ځانه سره بيايي چي لږ تر لږه يو کال ئې له دوی سره په افغانستان کي کار کړی وي.

دغه سرچينې ويلي دي، چي بريتانيا ته تلونکي ژباړونکو ته به پنځه کلنه وېزه ورکړل سي.

دېويد کمرون په لومړي سر کي دغه وړانديز رد کړی وو. خو د اقامت حق کمپاين تر تلاښونو وروسته هغه له خپلي پريکړي څخه تير سو. د هغوی دليل دا وو چي د بريتانيايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه افغان ژباړونکي د وسله والو طالبانو د بريد هدف گرځېدای سي.

د بريتانيا د لومړي وزير د دفتر يوه چارواکي ويلي دي چي «دا لومړي وزير ته روښانه وه، چي هغو افغانانو ته چي پخپله خوښه ئې په هيلمند کي زموږ له عسکرو سره مرسته کړې ده او خپل ژوند ئې زموږ د عسکرو په شان په خطر کي اچولی وو هيڅ وخت شا نه ورگرځوو.»

له دغه وړانديز سره چي بريتانيا هغو ترجمانانو ته چي په افغانستان کي ئې له دوی سره کار کړی دئ وېزې ورکوي، دغه کسان په بريتانيا کي نوی ژوند پيلولای سي.

په پلان کي ده چي دغو نزدې ۶۰۰ تنو ژباړونکو ته د بريتانيا حکومت پنځه کاله په هغه صورت کي معاش ورکوي، که دوی و غواړي چي هلته زده کړي وکړي.

که ژباړونکي نه غواړي چي زده کړي وکړي بيا نو هغوی ته ۱۸ مياشتي معاش په پام کي نيول سوی دئ.

د ۲۰۱۴ کال په پای کي د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره اوس د هغو کسانو د ژوند خوندي کولو په اړه اندېښنې را پورته سوي دي چي په افغانستان کي ئې له دغو ځواکونو سره کار کړی دئ.

په آلمان کي هم اوس پر دغه موضوع باندي بحثونه روان دي، چي څرنگه کولای سي هغه افغانان چي له دوی سر ئې په افغانستان کي د دوی د ماموريت پرمهال کار کړی دئ آلمان ته را وغواړي.

د آلمان د بشري حقوقو د ساتني ټولنه پرو ازول غوښتنه کوي، هغه افغانان چې له آلماني سرتيرو سره د گډ کار کولو له اسيته د طالبانو له گواښونو سره مخامخ دي بايد په آلمان کې د قبلېدو له پاره يو پروگرام ورته رامنځ ته سي.

د دغي ټولني مشر ګوينټر بورک هارډ له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل، دا چې د آلمان پوځ اوس د خپلو پوځي ټانکونو د راايستلو پلانونه جوړوي دوی بايد لومړی له دغه هيواد څخه هغه انسانان راوباسي چې هلته خطر ورته متوجه دی. پوځي تجهيزات دي وروسته راوايستل شي.

په افغانستان کي له آلماني پوځ سره نزدې ۱۳۰۰ کسان کار کوي. په دغو کسانو کي ترجمانان، څارونکي او کسبگر هم شامل دي.