برګي مټال ولسوالي يوار بيا د طالبانو لاس ته ورغله
۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبهد نورستان ولايت چارواکي وايي چي، تخنيکي پر شاه تگ يې کړی دی.
دوﺉ وايي چي په دغه نښته کي د دوﺉ درې تنه پوليس وژل سوي او دولس تنه يې ټپيان دي.
د هغوﺉ په خبره د وسلوالو مخاليفينو څخه يې شپږ تنه وژلي دي. خو وسلوالو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه ندي ويلي.
د نورستان والي جمال الدين بدر د ټليفون پر ليکه په سيمه کي د المان ږغ راډيو خبريالي ته ويلي دي چي، دوﺉ د وسلو دکمښت په اړه د مرکزي دولت سره اړيکه نيولې وه او د هغوﺉ لخوا ورته ويل سوي ول چي تخنيکي پر شاه تگ وکړي.
والي وايي چي د برګي مټال ولسوالي اوس د طالبانو په لاس کي ده او د ځايي اوسېدونکو يو شمېر کورونو ته يې هم اور اچولي او يو تعداد کورونه يې چور کړي دي.
بله خوا بياپه ختيځ زون کي د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چي په بر ګي مټال ولسوالۍ کي يې ۲۵ تنه طالب جنګيالي وژلي دي.
په روان کال کي دا دريم واری دی چي د نورستان ولايت د برګي مټال ولسوالي د دولت د مخالفينو لاس ته ورځي.
شمع احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی. زيارمل