1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریالیو ټاکنو افغانان هیله من کړي دي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۲۳, شنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو د تیرې شنبې د ورځې ټاکنې د هیواد په دننه او بهر کې له هرکلیو سره مخ شوې. په ځانگړې توگه د دغو ټاکنو مثبت غبرگون د افغانستان په مالي او اقتصادي بازارونو کې لیدل کیږي.

https://p.dw.com/p/1Bgxo
انځور: AP

په کامیابه توگه د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو ټاکنو تر سره کیدو، د یوه با ثباته راتلونکي له پاره د افغانانو هیلي ډیر کړي دي. د ځمکو او کورونو بیې چې د ټاکنو تر مخه ټیټې شوې وې بیرته لوړې شوي دي. د سوداگریو بازارونه بیرته تاوده شوي دي.

د محمد نادر، په نوم د کابل ښار یو دوکاندار وایي، چې د ټاکنو په ترسره کیدو سره یې کاروبار ښه شوی دی او خلک د خپل راتلونکي په اړه امیدواره شوي دي: «د کاروبار وضعه ښه ده، دا ځکه چې ټاکنې په ښه شان تر سره شوې. خلکو داسې اټکل نه کاوه چې ټاکنې دې په ښه شان تر سره شي.»

د نوموړي دوکاندار په وینا، تر ټاکنو د مخه خلکو کوښښ کاوه چې خپل کورونه او ځمکې وپلوري، خو اوس خبره سرچپه شوې ده: «د ټاکنو تر مخه خلکو په ځانگړې توگه هڅه کوله د بیلگې په توگه خپل کور، موټر او نور شیان وپلوري، خو اوس خلک خپل جایدادونه ساتي.»

په افغانستان کې د ټاکنو تر مخه، د دغه هیواد د راتلونکي په اړه انديښنې موجودې وې. په ځانگړې توگه په دې اړه که چیرې ټاکنې سمې تر سره نه شي، افغانستان به ښایي د بحران پر لور ولاړ شي او له همدې امله خلکو هڅه کوله چې د کورونو یا د نورو وسایلو پر ځای نغدې پیسې ولري.

د ټاکنو د تر سره کیدو تر مخه داسې باور کیده چې له یوه اړخه امنیتي گواښونه او له بل اړخه به خرابه هوا د رایو د صندوقونو پر لور د خلکو د تلو مخه ونیسي، خو د اټکلونو برخلاف د ټاکنو پر ورځ د رایې اچونې د مرکزونو پر وړاندې د خلکو اوږده اوږده کتارونه جوړ شول او په ټاکنو کې په میلیونونو خلکو گډون وکړ.

د ټاکنو پر ورځ، د امنیتي گواښونو او خرابې هوا سره سره، ډیری شمیر افغانانو خپلې رای وکارولې
د ټاکنو پر ورځ، د امنیتي گواښونو او خرابې هوا سره سره، ډیری شمیر افغانانو خپلې رای وکارولېانځور: DW/N.Asir

په کابل ښار کې د امین، په نوم د موټرو یو خرڅوونکی وایي چې د موټرو بیې هم لوړې شوي دي او هغه کسان چې تر ټاکنو د مخه یې خپلې موټر پلورلې وې، غواړي بیرته خپلې موټر راونیسي: «د موټرو بیې رالویدلې وې، خو اوس یې بیې بیرته لوړې شوي دي ځکه چې تر ټاکنو د مخه خلکو موټرې نه رانیولې خو اوس یې بیرته بیې لوړې شوي دي.»

د افغانانو تر منځ د خپل راتلونکي په اړه امیدواري په داسې وخت کې زیاته شوې ده، چې لا هم د حمل میاشتې پر ۱۶مه نیټه د تر سره شوو ټاکنو پایلې نه دې اعلان شوي. په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې به د ټاکنو د یوې برخې پایلې اعلان شي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه ټول نړیوال جنگي سرتیري وځي. له دې سره دا اندیښنې موجودې دي چې افغانستان به په یوازیتوب سره ونه توانیږي چې خپل ثبات ټینگ وساتي. دغه اندیښنې وروسته له هغې هم زیاتې شوې چې واکمن افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو څخه ډه ډه وکړه. د ولسمشرۍ کابو ټول کاندیدان د دغه سند لاسلیک کول «اړین» گڼي، هغه څه چې افغان سوداگر او پانگوالو ته هیله ورکوي چې د خپلو پانگو له ایستلو څخه ډه ډه وکړي.

په کابل ښار کې د قالینو یو تجار چې نادر نومیږي وایي چې د ټاکنو په تر سره کیدو سره یې کاروبار ښه شوی دی: «د ټولو بې کاریو تأثیر انتخابات وو. پانگونه نه کیده او چا نه شو کولای پانگونه وکړي. اوس چې ټاکنې تر سره شوې موږ ټول دې ته خوشبینه یو، چې زموږ ولسمشر به وټاکل شي.»
په همدې حال کې د کابل صرافان وایي چې د ټاکنو د تر سره کیدو وروسته، د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ نرخ ښه شوی دی او د افغانستان د پیسو اعتبار مخ پر ښه کیدو دی.

ډیر شمیر افغانان وایي چې تر ټاکنو د مخه ټول د یوه نامعلومه راتلونکي سره مخامخ ول او نه پوهیدل چې له کوم برخلیک سره به مخامخ شي، خو په اوسني وخت کې د خلکو په منځ کې دا باور پیاوړی شوی دی چې راتلونکی ولسمشر به د خلکو د رایو په مرسته حکومت کوي.