1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بریتانوي وگړي باید تونس پریږدي»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ تیر ۱۹, جمعه

د بریتانیې حکومت په تونس کې د نورو بریدونو د تر سره کیدو څخه اندیښنه لري. له دې کبله دغه هیواد له خپلو وگړو څخه غوښتي دي چې تونس پریږدي او هلته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/1Fw8H
انځور: picture-alliance/AA/M. Amine Ben Aziza

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا تصمیم د خطر د وضعیت د ارزونې په پایله کې نیول شوی دی. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلپ مونډ، ویلي دي: «په سوسه کې تر یرغل وروسته، د خطر وضعیت کې د پام وړ ډیروالی راغلی دی.» هغه په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې دغه ډول وضعیت ته په کتو سره دوی پر دې باور دي چې ښایي یو بل ترهگریز یرغل هم وشي. هغه یادونه کړې ده چې د سفر خبردارې په سرسري توگه نه دی ورکړل شوی او هغه وخت به وخت تر پلټنې لاندې ونیول شي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې بریتانوي سیلانیان باید په تونس کې د مسافري خدماتو له دفترونو سره اړیکه ونیسي. همداشان د شمالي افریقا دغه هیواد ته له ټولو غیر ضروري سفرونو څخه د ډډې کولو سپارښتنه شوې. د بي بي سي، د معلوماتو له مخې اټکل کیږي چې په دغه هیواد کې اوس مهال له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې بریتانوي وگړي موجود وي.

د «توماس کوک» په نوم د مسافرۍ د سفري خدماتو شرکت د حکومت دغه خبرداری ته غبرگون ښوولی او ویلي دي چې د دې هڅه کیږي چې دا مهال په تونس کې ۲۰۰۰ بریتانوي او آیرلنډي وگړي د روانې اوونۍ تر پای پورې په لسو الوتکو کې بیرته بریتانې ته راوستل شي.

د توماس کوک او تویي، شرکتونو پر دې سربیره اعلان کړی دی چې دوی د روان میلادي کال تر پای پورې تونس هیواد ته د سیلاني توب له پاره د بریتانوي وگړو سفرونه لغوه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د احتمالي ترهگریزو بریدونو د ویرې له کبله د هالنډ هیواد سیلانیان په دې اوونۍ کې له تونس څخه وتلي دي.

په تونس کې بیړنۍ حالت

د جون میاشتې په ۲۶مه نیټه په تونس کې یوه ترهگر د سوسه په سیلانۍ سیمه کې په یوه یرغل کې ۳۸ سیلانیان ووژل، چې په دغه ډله کې ۳۰ تنه بریتانوي وگړي وو. د «اسلامي دولت» په نوم افراطي ډلې د دغه برید مسوولیت پرغاړه واخیست. دا په تونس کې د څو میاشتو وروسته د سیلانیانو پر سیمه دوهم برید وو.

د تونس ولسمشر ‏الباجي قائد السبسي تیره اوونۍ په دغه هیواد کې د راتلونکو ۳۰ ورځو له پاره بیړنۍ حالت اعلان کړ. هغه ویلي وو «موږ له یوه لوی خطر سره مخامخ یو. موږ د جگړې په حالت کې یو.»