1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانوی استخبارات هم تیر وتلی دي، په څه کی؟

۱۳۸۹ آذر ۵, جمعه

د ټایمز ورځپانې خبر ورکړې چې د برتانیې استخباراتي سازمان هغه یوه سړي سره چې ګمان کیده یو لوړ پوړې طالب قومندان دې او د افغانستان د سولې د خبرو اتر و لپاره یو مهم کس وي، مرستې کړي.

https://p.dw.com/p/QJRF
انځور: AP

د برتانیا استخباراتي سازمان ده ته په دې ګمان چې دا د طالبانو یو لوړ پوړې چارواکې دې او د امریکا او افغان چارواکو سره د طالبانو په استازيتوب په خبرو اترو کې د برخه اخیستو جوګه دې، په زرهاو ډالر ورکړي وو.

د افغانستان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکې ویلي چې برتانویان د خوش باورې ښکار شوي دې او په دې هکله یې له ډيرې خوشبینې کار اخیستې دی.

د برتانیا خارجي استخباراتي شبکې MI6 فکر کاو چې دوي د «ملا اختر محمد منصور» سره چې د طالبانو د پخواني حکومت یو وزیر او په ملا عمر پسې دویم نفر دې، په تماس کی دي. دوي دغه سړی څو څو وارې په خپلو الوتکو کې تر کابله راوستې وو.

د افغانستان د حکومت یوه چارواکې ویلي چې دې شخص د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره هم په کابل کې په ارګ کې کتلي وو. خو حامد کرزي د تیرې سه شنبې په ورځ په یوی خبری غونډه کی دا خبره رد کړه او وويل داسی یوه سړي سره د هغه «هیڅ لیدنه کتنه» نه ده شوې.

د ټایمز ورځپاڼه دا هم لیکي چې د امریکې متحده ایالتونو د برتانیا سره مرسته هم کړې وو تر څو ددې کس په اړه پوره معلومات تر لاسه کړای شي.

په قندهار کې د امریکا یوه پخواني استازي بل هیرس د ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې دا شرمناکه سهوه یوازې د برتانوي استخباراتو نه ده. او دا احمقانه اشتباه د ګډی همکاری د نیمګړتیاوې څخه ویندويی کوی.

خو ویل کیږي چې د امریکې استخباراتي شبکې CIA د برتانیا په هغو ادعاو شک ښکاره کړې وو چې ګواکی دوی د طالبانو لوړ پوړی سړی سره په تماس کی دی. د روان کال د جون په میاشت کې د سي ایې ای مشر لیون پانیټا وویل چې دی ګمان نه کوی چی جدی تماسونه دی نیول شوی وی.

کله چې د سه شنبې په ورځ دا موضوع په نیویارک ټایمز کې راڅرګنده شوه نو د ایساف عمومي قومندان جنرال پيټریوس په المان کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې دې په دې خبره تعجب نه کوي. ده زیاته کړه چې د دې ټولې پروسې په اړه شکونه موجود وو او دا شکونه ښایی پر ځای وو.

د ټایمز ورځپاڼه په خپل راپور کې لیکي چې د دې فریب کاره شخص په اړه شکونه هغه وخت پيدا شول چې یوه افغان چارواکي تیره میاشت ادعا وکړه کله چی هغه په اصطلاح له حقیقی «ملا منصور» سره ولیدل، هغه سړی نه ؤ چی له دی مخکی ورسره لیدلي ؤ. د رپوټ له مخی، دغه سړی چی ځان د ملا منصور په نامه معرفی کړی ؤ، تری تم شوی دی.

یوې سرچینی لندن ټایمز ته ویلي چې افغانانو باید پخپله د دې لوی سهوې مخه نیولې وای، ځکه د ناټو چارواکي ځیني وخت «یو ږیرور او پټکی پر سر طالب له بله توپیر کولای نه شی.»

فرانس پرس/ بریښنا صابر

کتونکی: عبدالباری حکیم