1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیایي سرتیري بیا افغانستان ته تلای شي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

بریتانیایي لوی درستیز ویلي چې که افغانستان یو ځل بیا د ترهگرو په پټنځای بدل شي نو د دې هیواد ځواکونه کیدای شي چې دغه هیواد ته بیرته ستانه شي. پلان شوې ده چې ټول بهرني جنگي سرتیري د روان کال تر پایه پورې افغانستان پریږدي.

https://p.dw.com/p/1Cp0j
انځور: picture alliance/AP Photo

د بریتانیایي ځواکونو لوی درستیز جنرال سر پیتروال، له «دیلي تیلیگراف ورځپاڼې» سره په مرکه کې ویلي دي، په داسې حال کې چې بریتانیا له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو له پاره چمتوالی نیسي، خپل ځان دې ته ژمن گڼي چې که په افغانستان کې ترهگر بیا پټنځایونه جوړ کړي، نو هیواد به یې په افغانستان کې د ترهگرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «که طالبان یو ځل بیا ظهور وکړي او که القاعده یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، نو موږ به له خپل اړخه لا ډیرې هلې ځلې په پام کې ونیسو.»

جنرال پیتروال په عین حال کې په دې اړه ډاډ څرگند کړی دی چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي په یوازیتوب د خپل هیواد امنیت ټینگ کړي. پلان شوې ده چې ټول بهرني جنگي ځواکونه د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري.

دغه بریتانیایي چارواکي وویل چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په دواړو پړاونو کې د امنیت ټینگول، د افغان ځواکونو وړتیا ښيي.

جنرال پیتروال زیاته کړه: «د افغان امنیتي ځواکونو چمتوالی او د افغانستان د خلکو زړورتیا وشوای کولای چې د طالبانو گواښونه خنثی کړي. خو طالبانو لا تر اوسه پورې بشپړه ماتې نه ده خوړلې.»

له بلې خوا بیا د بریتانیا د دفاع وزارت ویاند له فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې اوس هم ۴۱۰۰ بریتانیایي سرتیري په افغانستان کې میشت دي. که افغانستان او متحده ایالات «امنیتي تړون» لاسلیک کړي، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم یو شمیر بریتانیایي ځواکونو د افغان سرتیرو د روزنې په موخه په افغانستان کې پاتې شي.

بریتانیايي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړ او له هغې مودې راهیسې یې په دې هیواد کې خپل ۴۵۳ سرتیري له لاسه ورکړي دي. د دغو سرتیرو له ډلې څخه ۴۰۴ تنه یې د نښتو په پایله کې وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب