1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا د اروپايي ټولنې بنسټ ته گواښ کوي

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

بریتانیا د اروپايي ټولنې د غړو دولتونو څخه د ناقلینو له ستونزې سره لاس او گریوان ده. په بریتانیا کې پر دې موضوع بحثونه روان دي. په دغې موضوع باندی بحث د آلمان د صدراعظمې یوې احتمالې وروستۍ یادونې نور هم تود کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DgiV
انځور: picture-alliance/abaca

په بریتانیا کې د اروپا له اتحادېې څخه د احتمالي وتلو بحث دغه هیواد ته د ناقلینو له موضوع سره گډ کړای شوی دی. «گاردین» ورځپاڼې په خپلې آنلاین گڼه کې رپوټ ورکړ چې هغه مقاله چی گمان کیږي په هغې کې د آلمان صدراعظمې د اروپا له اتحادېې څخه د بریتانیا د احتمالي وتلو موضوع عنوان کړې وي، د بریتانیا د ورځپاڼو د لوستونکو له پاره ډيره په زړه پورې وه.

گاردین د یکشنبې په ورځ لیکلي وو چې که چیری د بریتانیا حکومت د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د اتباعو د ناقلینو پر وړاندی خڼدونه رامنځ ته کړي او د سفر د آزادی له اصل څخه مخ واړوي، نو گویا مرکل ښایی چمتو وي چې د اروپا له اتحادیې څخه د بریتانیا وتل ومني.

نوموړې ورځپاڼې او د بریتانیا یو شمیر نورو مطبوعاتو د آلمان «شپیگل» خبری مجلې په حواله په دغې موضوع باندی خپل رپوټونه خپاره کړي دي. دغې آلماني مجلې د خپلې دوشنبې ورځې په گڼه کې لیکلي دي چې گویا د آلمان حکومت په دې آند دی، که چیرې بریتانیا د اروپا د اتحادیې د وگړو د سفر آزادي محدودوي، نو دغه هیواد باید د اروپا له اتحادېې څخه ووځي. «شپیگل» په خپله رپوت کې د نه بربڼد شویو سرچینو له خولې د دغی موضوع په هکله خپل رپوټ خپور کړی دی او ویلي یې دي چې گواکې دغو سرچینو د اروپا د اتحادیی په وروستې سرمشرییزه کې د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل او د بریتانیا د صدراعظم دیوید کیمرون خبرې اوریدلې دي.

په برلین کې کوم نوی نظر نه شته

د آلمان د صدراعظمې ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې شاتگ وکړ او هڅه ېې وکړه چې د «شپیگل» د مجلې د رپوټ د محتوی په هکله رڼا واچوي. ویاند شتیفن زایبرت، وویل: «د آلمان حکومت غواړي چې بریتانیا د اروپا د اتحادېې یو لیواله او فعاله غړې پاتې شي. خو د اروپا د اتحادیی د اتباعو د سفر د آزادي او د هستوگڼې د آزادې اصل په هیڅ صورت سره د لاس وهنی وړ نه دی.»

همدا خبره د آلمان صدارعظمه میرکل هم تل کوي. د بیلگې په توگه، انگلا میرکل د اروپا د اتحادېې د اکتوبر د ۲۴ مې سرمشرییزې په خبری کنفرانس کې وویل: «آلمان نه غواړي چې په اروپايي ټولنه کې د سفر د آزادې بنسټيز اصل کې بدلون رامنځ ته شي. البته دا د دې معنی نه لري چې یو شمیر ستونزې په دې برخه کې نه شته.»

هغه ستونزه چې انگلا میرکل ترې خبره کوي، هغه په کوربه هیوادونو کې له ټولنیزو دولتي مرستو څخه د اروپا د اتحادېې د وگړو له خوا ناوړه استفاده ده. د آلمان د حکومت په نظر د اروپا د اتحادېې وگړي په کوربه هیوادونو کې، که چیری کار ونه کړی او خپله پیسي ونه گټي، په عمومی توگه د ټولنیزو دولتی مرستو د تر لاسه کولو ادعا نه شي کولای.

په دې موضوع کې د آلمان یوه دعوا د اروپايی محکمې فیصلې پورې تړلې ده. میرکل اټکل کوي چې دغه محکمه به د نومبر په میاشت کې خپل حکم صادر کړي. پر دې موضوع باندی هغې لا مخکې د اروپا د اتحادېې په سر مشرییزه کې د بریتانیا له صدراعظم دیوید کمرون، سره خبری کړي دي: «ما نن [د اکتوبر ۲۴مه نیټه] له دیوید کمرون سره په دې هکله خبرې وکړې. موږ به د محکمې فیصله په جدی توگه تر غور او ارزونی لاندې ونیسو.»

هغی وویل چې له کمرون سره دې موافقې ته رسیدلې ده چې د «سفر د آزادې د ناوړه استفادې مخه باید ونیول شي خو دغه اصل په هیڅ صورت سره د لاس وهنی وړ نه دی».

بریتانیا غیر مسلکي کسان نه غواړي

داسې ښکارې چې لندن ته هم دغه شان یو پیغام رسیدلې وي. د «سندې تایمز» د ورځپاڼې د تیرې یکشنبې د ورځې د یو رپوټ له مخې د بریتانیا صدراعظم پلان لري چې د اروپا د اتحادیې هغه وگړي له خپل هیواد څخه وباسي چې د دری میاشتو په موده کې ونه توانیږي د خپل ژوند اعاشه او اباته خپله تأمین کړي.

دغه کار اوس هم د اروپا د اتحادېې د اوسنیو نافذو قوانینو له مخې ممکن دی. سندی تایمز لیکي دي چې کیمرون له هغه یو پلان څخه لاس اخیستی دی چې د له مخې یې په غړو هیوادونو کې دې د اروپا د اتحادیې د لږ یا غیرمسلکي کسانو سهمیه وټاکله شي.

ویل کیږي چې په دې اړه یو کوربه هیواد باید د امکان تر حده پورې کسانو ته ځای ورکړي. خو د اروپا د اتحادېې د کمیسیون پخواني مشر خوزی مانويل باروسو، چې د جمعې په ورځ یی ریاست پای ته ورسید د اروپا د اتحادېې د ورستې سرمشرییزی څخه لږ څه وروسته BBC ته وویل چې د اروپا د اتحادیې د وگړو حقوق هيڅ وخت باید تر پوښتنې لاندې را نه شی: «زما په نظر په خپل سر محدودیت په هیڅ صورت سره له اروپايی قوانینو سره مطابقت نه لری. زموږ له پاره د اتحادېې د غړو هیوادونو په دننه کې د مساوي چلند خبره هسې اهمیت لري لکه د سفر آزادي. دا مساله د تجارتي مالونو، پانگو، خدماتو او اشخاصو په برخه کې هم صدق کوي.»

یوازې پنځه سلنه ناقلین له رومانیا او بلغاریا څخه دي

خوزی بارسوو یادونه وکړه چې د سفر آزادي اصل په ټولو برخو کې صدق کوي، خپله بریتانویان هم له هغه استفاده کوي. هغه وویل چې بریتانیا له همدی اصل څخه په کار اخیستو سره پر دی ټینگار درلود چې بریتانوي اتباع له جیبرالتا څخه پرته له کوم خڼده هسپانیې ته تگ او راتگ وکړای شي.

د بریتانیا د ملي احصائې ادارې د اگست په میاشت کې د ناقلینو یوه نوې شمیره خپره کړه. د دغې احصائې له مخې د ۲۰۱۳ کال له اپریل څخه د ۲۰۱۴ کال تر مارچ پورې بریتانیا ته کابو ۵۶۰ زره خلک کډه شوي دي. له هغو څخه یوازې ۲۸ زره چی په ټولیزه توگه ۵ سلنه کیږي، د اروپا د اتحادېې له بې وزلو دولتونو لکه رومانیا او بلغاریا څخه دي. حال دا چې د بریتانیا چارواکو د اروپا د اتحادیی له نورو دولتونو څخه زیات وگړي په څپل هیواد کې ثبت کړي دي. د بریتانیا غیرحکومتي سازمان «ایمیگریشن واچ» وایي چې ۸۳ زره خلک چې په هغو کې بریتانوي او غیر بریتانوي وگړي شامل دي، له بریتانیا څخه د اروپا د اتحادیې نورو دولتونو ته کډه شوي دي. معنی دا چې د سفر آزادي یو طرفه جاده نه ده.

کیمرون پر اروپايی اتحادېې غوصه دی

د بریتانیا صدراعظم دیوید کیمرون له څه مودې را په دې خوا هڅه کوي چی د خپل هیواد په دننه کې په هغو خلکو کې ملاتړ تر لاسه کړي چی د اروپا د اتحادیې مخالفت کوي. د UKIP په نامه یو بریتانوي گوند چې د اروپا له اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو هڅه کوي، د می د میاشتې په اروپايي ټاکنو کې د کیمرون له گوند څخه مخکې شو. هغه ژمنه وکړه چې ځیني صلاحیتونه بیرته له بروکسل څخه لندن ته ولیږدوي او د ناقلینو شمیر محدود کړي.

د اروپا د اتحادیې د کمیسیون گوښه شوي رئیس خوزې باروسو، څه موده مخکې د کیمرون خبرو ته په اشارې وویل: «هغه تر اوسه پورې کوم مشخص پلان نه دی وړاندی کړی.» خو کیمرون له هرې موقع څخه استفاده کوي چی د اروپا پر اتحادیی خپله غوصه څرگنده کړي. د اروپا د اتحادیی په وروستۍ سرمشرییزه کی هغه وویل: «دا سازمان باید پوه شي، کله چې داسی چلند کوي، نو بیا باید تعجب ونه کړي چې ځینې غړي ووايي: نور داسې نه شي کیدای، باید یو بدلون رامنځ ته شي.»

خو د هغه دا یادونې دا ځل د اروپايي وگړو د سفر آزادي ته نه بلکه دوه میلیارده یورو ته ځير وي چې بریتانیا او ځینی نور هیوادونه د اروپا د اتحادیی د حق العضویت له درکه پوروړي دي او باید هغه ژر تر ژره تحویل کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب