1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برید کونکي څرنگه د کابل امنیه قوماندانۍ ته ورسید؟

شمس الرحمان ناصر (حسین سیرت)۱۳۹۳ آبان ۲۴, شنبه

د کابل امنیې قوماندانې چارواکي وايې چې له څیړنو څخه معلومیږي چې د تیرې اوونۍ د یکشنبې ورځې ځانمرگي برید کوونکي د یوه تن مسئول په موټر کې ځان د کابل امنیه قوماندانې تر ودانۍ پورې رسولی وو.

https://p.dw.com/p/1Do4z
انځور: REUTERS/O. Sobhani

د کابل پر امنیه قوماندانۍ باندې ځانمرگی برید له سختو نیکو سره مخامخ شو. له ډیرو سره دا پوښتنه مطرح کیږي چې که پولیس نه شي کولای خپل امنیت وساتي او ځانمرگي برید کوونکي ځان د امنیه قوماندانۍ تر مقره پورې ورسوې نو پولیس څنگه کولای شي د خلکو امنیت وساتي.

د کابل امنیه قومندانۍ ته ننوتل آسانه کار نه دی ځکه هر څوک چې دې ودانۍ ته ننوځي نو د بدن ډیره دقیقه تالاشي یې اخیستل کیږي. خو انتحار کوونکي وکولای شول چې له دغو خنډونو څخه تیر شي او ځان د کابل امنیه قوماندانۍ دفتر ته ورسوي.

د کابل د امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر، د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «ځانمرگی برید کوونکی راوړل شوی او زینو ته نږدې رسول شوی دی. د قوماندانې له تالاشیو څخه نه دی تیر شوې ځکه هلته ډیره سخته تالاشي کیږي. خو دا چې برید کوونکی رواړل شوی او هدف یې زه یم. دښمن خپل وروستی کوښښ کړی دی څو د امنیه قوماندانۍ ته ضربه ورسوي.»

ښاغلي ظاهر وویل چې ځانمرگی برید کوونکی د چارواکو په هغه یو موټر کې چې نه تالاشي کیږي د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د قوماندې د مرکز تر احاطې پوری رسول شوی دی. ښاغلي ظاهر وویل چې تر اوسه پورې نه ده څرگنده چې کوم یو له مسئولینو څخه انتحار کوونکی کس له ځان سره راوړی دی.

د ځانمرگي بریدکوونکو پيرل او پلورل

د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي چې په افغانستان کې ځانمرگي برید کوونکي پيرل او پلورل کیږي. د دوی په خبره یو شمیر جنایت کاره ډلې کوښښ کوي څو د پولیسو مقر ته د ځانمرگي برید کوونکو په استولو سره امیتي کارکونکي بدنامه کړي.

د کابل امنیه قوماندان وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې تر ټولو ډیر فشار پولیسو زغملې دی څو په یوازې سر د کابل ښار امنیت وساتي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې بهرنیو ځواکونو هم د پلازمېنې کابل د امنیت د تامین په برخه کې همکارې کوله.

جنرال ظاهر وویل چې له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیکیدو وروسته طالبان ناهیلي شوي دي چې افغانستان تر خپل تسلط لاندی راولي نو له همدې امله یې ځانمرگي او استخباراتي بریدونو ته مخه کړی ده: «د امنیتي تړون تر لاسلیک کیدو وروسته دښمن په بشپړ ډول ناهیلې شوی دی. دوی پوه شوي دي چې د افغانستان بهرني دوستان په افغانستان کې پاتې کیږي نو له همدې امله ډیر ناهیلي شوي او په ټول افغانستان او کابل کې بریدونه ترسره کوي.»

د ولسمشر تقلبي استازې

د کابل پولیسو هغه کس خبریالانو ته وښود چې په دې وروستیو ورځو کې یې ځان د ولسمشر استازی معرفي کړی وو او په کابل کې یې د پولیسو ځنې حوزې برسي کړې وې.

محمد اشرف غني د ولسمشر په توگه د خپل کار په لومړیو ورځو کې یو شمیر دولتي او امنیتي ادارو ته په ناڅاپي توگه ورغی او په دغو بنسټونو کې یې یو شمیر اصلاحات راوستل. د ولسمشر دا عمل د خلکو په ژبو کې پریوت او ډیر شمیر دولتي ادارو دا امادگي ونیوله چې د ولسمشر ناڅاپي حضور ته ښه راغلاست ووایې.

د کابل امنیه قوماندان وویل چې یو کس چې پرویز نومیږي ځان یې د ولسمشر استازی معرفي کړی دی او د سوې استفادې په هڅه کې وو. خو پولیسو د دغه کس د فعالیتونو تر تعقیبولو وروسته هغه ونیوه او تر څیړنو وروسته ثابته شوه چې دا کس فریبکاره وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب