1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریکزیت او د ترمپ ټاکنه، د نړۍ د اقتصاد له پاره زیانونه دي

۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعه

د آلمان د مالیې وزارت ویلي دي چې له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان وتل او د امریکا متحدو ایالاتو نوې اداره، د نړۍ د اقتصاد له پاره ګواښونه دي. دوی ويلي چې سږ کال به د آلمان کورنۍ تقاضا د ودې اصلې محرک یا لامل وي.

https://p.dw.com/p/2WU3M
Deutschland Finanzminister Wolfgang Schäuble beim EBC in Frankfurt am Main
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland

د آلمان د مالیې وزارت د جمعې په ورځ په خپل میاشتنې رپوټ کې وویل چې د دغو دواړو پیښو منفې اغیزه اوس هم ډېره د پام وړ ده. په رپوټ کې د دونالد ترمپ د ټاکل کیدو او له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو له کبله رامنځ ته کیدونکي پولي سیاستونو او د توکو د بیې لوړیدو ته اشاره شوې ده.

خو په وروستیو کلونو کې په اروپايي هیوادونو کې دننه ساختماني پروژې، مصارف او د دولتونو لګښتونه د ودې اصلي پايلي بلل کیږي. ویل شوي دي چې دغو موضوعګانو د صادراتو ځای نیولی دی.

د آلمان د مالیې وزارت ویلي دي چې دغه هیواد په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷مالي کلونو کې د څه باندې یو میلیون مهاجرو د تنظیم له پاره ۲۸،۷ میلیارده یورو ځانګړې کړي دي.

پر دې سربیره ۱۴،۳ میلیارده نورې یورو د مهاجرت لاملونو له منځه وړلو له پاره ځانګړې شوې دي. په دغو تدابیرو کې د افغانستان په شان هیوادونو کې د پرمختیایي پروژو تمویل دی، څو د دغو هیوادونو وګړي خپل هیواد پرې نه ږدي.

نور مطالب: