1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد یو ځل بیا د ولسمشر په توگه لوړه وکړه

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters)۱۳۹۳ تیر ۲۵, چهارشنبه

بشارالاسد د دریم ځل له پاره د سوریې د ولسمشر په توگه د لوړې مراسم اجرأ کړل. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په سوریې کې سخته کورنۍ جگړه روانه ده. د اسد مخالفینو د هغه بیا ټاکل کیدل یو «مسخره نمایش» بللی دی.

https://p.dw.com/p/1Cdza
انځور: Reuters/Syria TV

د بشارالاسد د لوړې مراسم د چهارشنبې په ورځ په دمشق کې ترسره شول. هغه خپل لاس پر قرآن شریف باندې کیښود او قسم یې یاد کړ چې «د سوریې له د اساسي قانون، قوانیونو او جمهوري سیستم درناوی وکړي او همداراز د خلکو له گټو او د هغوی د آزادي ساتنه وکړي.»

اسد تیره میاشت د هغو ټاکنو په پایله کې د ولسمشر په توگه انتخاب شو چې یوازې د هغه د ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو کې ترسره شوې وې. له دې سره په میلیونونو هغو سوریایانو چې د پاڅونکوونکو تر کنترول لاندې سیمو کې اوسیږي، د رای ورکولو حق نه لاره. د سوریې اپوزیسیون یا ملي ایتلاف په دغو ټاکنو کې د نوماند وړاندې کولو حق نه لاره او لا وختي یې هغه رد کړې وې. اسد په ټاکنو کې ۸۸.۷ سلنه رایې وگټلې. ډیر شمیر لویدویځو هیوادونو هم د ټاکنو پر نه ړوندوالي باندې نیوکې وکړې.

د لوړې د مراسمو په وینا کې بشارلاسد پر هغو هیوادونو باندې سختې نیوکې وکړې چې د هغه د رژیم پر وړاندې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي. هغه پاڅونکوونکو ته د «ترهگرو» خطاب وکړ او د هغو کسانو ستاینه یې وکړه چې ده ته یې رایې ورکړې دي.

اسد وویل چې د سیمه ییزو عربي قدرتونو په گډون هغه هیوادونه چې په سوریې کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او د هغه په خبره د ترهگرو ملاتړ کوي، به د خپل دې کار له پاره لوړ تاوان وکړي.

په سوریې کې له درو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې تر اوسه پورې یې په پایله کې ۱۷۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي. په دې هیواد کې د عربي پسرلي تر پیلیدو وروسته مظاهرې وشوې چې وروسته بیا په کورنۍ جگړې واوښتې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب