بشار اسد په سوريه کي د اوربند په اړه شک ښوولی
۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سهشنبهد سوريې جمهور رئيس بشار اسد د دوشنبې په ورځ ويلي دي چي «ستونزمنه ده» يو اوربند دي په يوه اوونۍ کي پلی سي. په سوريه کي په اصطلاح «زورزياتي خمولو» وړانديز د تيري جمعې په ورځ د جرمني په مونشن ښار کي امريکا متحدو ايالتو او روسيې وکړ.
اسد په دمشق کي د سوريې د مدافع وکيلانو ټولني ته په وينا کي چي له تلويزيونه خپرېده وويل: «دوی وايي چي موږ په يوه اوونۍ کي اوربند غواړو. څوک تيار دي چي په يوه اوونۍ کي ټول شرايط برابر کړي؟ هيڅوک.»
اسد وويل: «څوک له تروريستانو سره خبري کوي؟ که یوه تروريستي ډله اوربند رد کړي، له هغوی سره حساب څوک کوي؟ د اوربند په اړه خبري په عمل کي ستونزمني دي».
د تيري جمعې په ورځ د امریکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران جان کيړي او سرگي لاوروف پردې باندي سره سلا سول چي په سوريه کي د «زورزياتي ختمولو» له پاره په يوه اوونۍ کي اوربند پلی سي.
د سوريې جمهور رئيس بشار اسد په خپله وينا کي وويل: «که اوربند پلی هم سي دا په دې معنی نه ده چي په جنگ کي ښکېل ټول اړخونه به د وسلو له استعماله منع کوي.»
هغه زياته کړه: «يو اوربند بايد داسي وي چي تروريستان د خپلو مرچلونو له پياوړتيا څخه راوگرځوي. د تروريستانو د وسلو او تجهيزاتو لېږد يا د مرچلونو تقويه کول، ټول ئې بايد بند سي.»
د فيبرورۍ مياشتي له لومړيو راهيسي چي د سوريې د سياسي حل له پاره د ملگرو ملتونو په ملاتړ هلي ځلي پيل سوي، د سوريې حکومت د روسيې په هوايي ملاتړ سره په دغه هیواد کي د خپل کنترول سيمه پراخه کړې ده.