1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري حقونه: افغان بنديان اوس هم شکنجه کيږي

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه

د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيو چارواکي وايي چي په هغه ولايت کي له بنديانو سره بد چلند او د هغوی د دوسيوڅنډول بنديان بيرته جرم ته هڅوي.

https://p.dw.com/p/14MLw
انځور: DW

په شمال زون کي د بشر حقونو خپلوا ک کمېسيون د زندا نيانو د دوسيو د نه څېړلو او هغوی د نا مناسب وضعيت په اړه انديښنه ښوولې ده.

د شمال زون د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشر قاضي سيد محمد سامع له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په ځانګړې مرکه کي وويل چي دغه کمېسيون د يوه کال په اوږدو کي په شمال کي۲۰ ځله د زندانيانو وضعيت څېړلی دئ.

نوموړ زيا توي چي له جوزجان پرته ددغه زون په نورو محبسونو کي لويه ستونزه د ځای ده:

«د بلخ ولايت په زندان کي د بنديانو وضعيت ډير خراب دئ. هغه خونه چي د پنځو کسانو د اوسېدلو وړتيالري ۲۰ کسه پکښي اوسیږي، له دې پرته روغتيايي ستونزي هم لري.»

له بلي خوا د بلخ ولايت په مرکزي زندان کي بنديان او په ځانګړې توګه هغه ميرمني چي د مختلفو جرمنو په تور په دغه زندان کي شپې او ورځي سبا کوي هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

يوه مېرمن چي د نوم د نه اخيستلو او ږغ د نه خپرولو په شرط ئې خبري کولې وويل چي د شپاړسو کلونو بند سزا ورکړل سوې ده نو اوس به ټول وخت په دغه ستونزو کي تيروي:

«زه د قتل په تور زنداني شوې يم، دوې نوري ميرمني هم په همدې جرم دلته بندۍ وې، هغوی د پيسو په ورکولو سره خوشي شوې، زه چي پيسې نه لرم په ۱۶ کلونو بند محکومه شوې يم .»

د شمال زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيس د زندانيانو دغه ادعاوي له احتمال څخه ليري نه بولي او وايي چي په افغانستان کي لويه ستونزه اداري فساد دئ:

«له قضا او څارنوالي څخه نيولي بيا تر ټيټ رتبه مامورينو پوري بډي اخلي، نو د اداري فساد په شتون سر به هيڅ کله هم بشري حقونه خوندي نشي.»

سامع داهم وايي لکه څنګه چي زاندان بايد د صلاح ځاي وي، خو له بده مرغه هر هغه عادي وګړی چي له زندان څخه خوشي شي په يوه غټ مجرم بدليږي.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د بشري حقونو د يو سازمان وروستی راپور وايي چي په هغه هیواد کي د زندانيانو وضعيت سخت خراب دئ.

د افغانسان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تيره ورځ په يوه راپور کي خبر ورکړی دئ، چي ددغه هيواد د نهه سيمو په مرکزي زندانونو کي چي د پوليسو او ملي امنيت په لاس کي دي بنديان سخت شکنجه سوي دي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل