1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري حقونو کمېسيون: د صحرايي محکمو مخنيوی دي وشي

حسين سيرت۱۳۹۴ مرداد ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د صحرایي محکمو د ډیریدو له کبله اندېښنه څرګنده کړه. د دغه کمېسیون چارواکي وایي چې دغه محکمي د حکومت اجرائي او عدلي بنسټونه کمزوره کوی او دولت یې باید مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1GIJW
انځور: picture-alliance/dpa

په تیرو اوونیو کې په بدخشان، سرپل، غزني او غور ولایتونو کې د صحرایي محکمې څو پیښي رامنځ ته شوې. په دغو محکمو کې تر ډېره ښځي د خپلسرو پریکړو قربانۍ شوي.

صحرایي محکمې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اوج ته ورسیدلې. د دغې ډلې غړو په هره ولسوالۍ او کلي کې خپلسري محکمې جوړولې او هغو کسانو ته به یې جزا ورکوله چې په پېښه کې به يې مجرم وگڼل. طالبانو د خپلو پریکړو له مخې انسانان اعدامول، په درو یې وهل او یا خو یې د هغوی د بدن غړي پرې کول.

که څه هم په تیرو ۱۳ کلونو کې صحرایي محکې لږ شوې خو په وروستیو وختونو کې په کلیو کې د طالبانو د نفوذ په بيا ډیریدو سره دغه شان محکمې هم ډیري شوي دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې ښځې ډیر وخت د دغه شان محکمو قربانۍ وي.

د بشري حقونو کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «هغه کسان چې صحرایي پریکړي کوي، د دولتي ادارو صلاحیت، د قانون حاکمیت او عدالت تر پښو لاندي کوي او بالاخره پر خپل سر عمل کوي.»

بیدار ټینګار وکړ چې دغه ټولي محکمې غیر شرعي، غیر قانوي او د نړیوالو کنونسونونو خلاف دي.

عرفي قدرتونه

د بشري حقونو کمېسیون د څرګندونو پر اساس، طالبانو په وروستیو وختونو کې درې کسان د لواطت په تور تر دیوالونو لاندي کړي دي. په دغو درو پیښو کې دوه تنه یې وژل شوي او یو بل بیا ژوندی پاته شوی دی. دغي ډلې همداراز په بدخشان کې یوه ښځه په دې تور چې مېړه یې له افغان امنیتي ځواکونو سره دنده لري وژلې ده.

د صحرایي محکمې په یوه بلې پریکړه کې بیا یو لور او پلار په سرپل ولایت کې د یوه کلي د شورا د پریکړې په پایله کې په درو ووهل شول.

ښاغلي بیدار وویل چې خپلسري پریکړي د دولت تر کنترول لاندي سیمو کې هم کیږي چې عاملان یې عرفي او قومي شوارا ګاني او جرګې دي: «ځینې عرفي قدرتونه شته لکه ملکان، اربابان او شوراګانې. دغه کسان او بسټونه ځیني وختونه له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي. په دغه شان پریکړو کې نه د کس نیول کیدل قانوني وې، نه یې په اړه پریکړه او نه هم د پریکړې اجرا.»

د انساني کرامت تر پښو لاندي کیدل

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې ډیري صحرايي محکمې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي. په ډیرو پیښو کې داسې ښکاري چې ملایان او شوراګانې د شریعت له مخې پریکړه کوي خو د بشري حقونو کمېسیون وایي چې دا پریکړي د شریعت خلاف وي.

بیدار وویل: «په دغه شان محکمو کې د انساني کرامت خلاف عمل کیږي. په سرپل کې مو وليدل چې نارینه د یوې ښځي لاس نیسې او د یوه حیوان په شان يې کشوي.»

د کمېسیون بله اندېښنه متهمینو ته په صحرایي محکمو کې د سختو جزاګانو ورکول دي. بیدار وایي چې په دغه شان پیښو کې تورن کسان د خپل جرم په پرتله ډیره سخته جزا ګالي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر افغان حکومت غږ کوي چې د هغو خپلسرو محکمو عاملان ونیسي چې د دولت تر حاکمیت لاندي سیمو کې یې صحرایي محکمې جوړي کړي دي.