1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري: د ملي پوليسو په مرگ ژوبله کي ډيروالی راغلی

۱۳۸۹ آذر ۱۴, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي په تيره اونۍ کي د پوليسو په مرگ ژوبله کي ډير والی راغلی او د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي لږ والی راغلي.

https://p.dw.com/p/QQ77
انځور: AP

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يکشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبره غونډه کي وويل چي د تيري يوې اونۍ په ترځ کي د پوليسو په مرگ ژوبله کي په سلو کي ۴۶ ډيروالی راغلی: « ۲۶ تنه افغان پوليس په تيره اونۍ کي د هيواد د امنيت د ساتلو په لاره کي خپل ژوند د لاسه ورکړی او ۳۹ تنه ټپي سوي دي.»

بشري زياته کړه په تيره اونۍ کي د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي په سلو کي ۴۵ فيصده لږوالی راغلی چي په دغه وخت کي ۱۸ تنه ملکي وگړي وژل سوي دي.

خو بشري دا هم وويل چي په تيره اونۍ کي په تروريستي بريدونو کي هم په سلو کي ۲۲ لږوالی راغلی او افغان امنيتي ځواکونو و کولای سوای چي ځاني تلفات مخالف لوري ته واړوي.

بشري وويل چي د پاڅونکونکو ځاني تاوان د تيري اونۍ په پرتله ډير سوي او د اونۍ په جريان کي ۷۵ تنه وژل سوي دي.

د بشري په خبره په تيره يوه اونۍ کي په ټول افغانستان کي شاوخوا ۷۷ تخريبي او جرمي پيښي ثبت سوي چي په دغو کي ديری يې په غزني، هلمند، فارياب او کنر ولايتونو کي وې.

په افغانستان کي د نا امنيو د ډيريدو وروسته افغان دولت تصميم ونیوی چي محلي پوليس جوړ او د هغوی په مرسته په کلیو کي د طالبانو د فعاليتونو مخنيوی وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي همدا اوس د محلي پوليسو په روزلو بوخت دي تر څو په راتلونکو کي د افغانستان په شمال او جنوب کي د اتو ولسواليو امنيتي مسوليت ور وسپاري.

بشري وايي تر اوسه پوري ۱۵۰۰ محلي پوليسو ځانونه ثبت کړي دي او د هغوی د روزلو پړاو پيل سوی او په نژدې راتلونکي کي به دغه ځواک د پوليسو د يونيفورم متفاوت په فعاليت پيل وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي د نا امنيو ولسواليو اوسيدونکي وايي چي محلي پوليس د پاڅونکونکو تر څنگ ددوی د زورلو سبب گرځي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چي :« محلي پوليس هيڅ وخت دا اجازه نه لري چي د پوليسو د مقراتو خلاف کار وکړي.»

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل