1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشرپالې ټولنې له ناټو غوښتنې لري

۱۳۸۹ آبان ۲۹, شنبه

په کابل کې د بشر پالو ټولنو یوې غټي ډلي له ناټو او افغان دولت غوښتي چې وسله والو ملیشو ته د د امنیت د ساتلو لپاره د وسلو له ورکولو ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/QEJ2
انځور: AP Graphics

دغه غوښتنه پر داسي محال کېږي چې همدا اوس د پرتګال په پلازمینه لیزبن کې د ناټو تړون سرمشریزه روانه ده او د افغانستان ولسمشر هم پکې برخه لري.

دغو ټولنو په کابل کې د یوې غوندي جوړولو پر مهال ویلي چې که چیرته افغان ملیشو ته وسلې وسپارل سي نو دا به یو ځل بیا په ملک کې ناورین رامنځ ته کړي.

د اکشن ایډ، اکسفام او یو شمیر نورو ټولنو جرګه ګۍ ویلي چې ناټو باید په افغانستان کې سملاسي خپل پوځي حضور ته د پای ټکی کینږدي او تر هغه پوري یې پوځي موجودیت ته اړتیا ده تر څو افغان ځواکونه په ځان نه وي بسیا سوي.

دغو ټولنو ویلي چې افغان ځواکونه اوس دا وړتیا نه لري.

په همدې حال کې همدا نن د پرتګال په پلازمینه لیزبن کې د افغانستان پر سر د ناټو د اته ویشتو غړو هیوادونو د مشرانو تر منځ خبري پیل سوي دي.

په دغه غونډه کې افغان ولسمشر کرزی او د امریکا صدر بارک اوبهاما هم ګډون لري.

ویل کیږي چې د غونډي په لړ کې به د راتلونکي ۲۰۱۱ کال په نیمایې کې افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارلو پر لړۍ خبري وشي.

په کابل کې د اکسفام ټولني غړي اشلي جکسن وویل چې که چیرته اربکي ځواکونه د افغانستان په دننه کې د امنیت ساتلو لپاره په وسلو سمبال سي هغوي به هغه لاس ته راوړني له خاورو سره خاوري کړي چې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته تر لاسه سوي دي.

اوس امریکايي او د ناټو د نورو غړو هیوادونو جنرالان هڅه کوي چې په افغانستان کې هم ملیشي په وسلو سمبال کړي تر څو له افغان کورنیو ځواکونو سره مرسته وکړي او د دغه کار لپاره یو شمیر سیمي په پلان کې نیول سوي او په یو شمیر ولسوالیو کې عملاً دغه پروسه پیل سوي ده .

اکسفام ټولني هم په دې باب اندیښڼه ښولي او ویلي چې د دی کار پر ځای باید افغان ځواکونو ته تجهیزات وسپارل سي.

د بشري ټولنو دغې جرګه ګې ټینګار کړی چې افغان ځواکونه باید دناټو له لوري په وسلایلو سمبال سي او ورته پوره روزنه ورکړل سي.

په همدې محال د فاینششل ټایمز ورځپاني نن یو راپور خپور کړی چې پکې د ولسمشر کرزي مرکه را اخیستل سوي دي.

کرزي په دغه مرکه کې د ناټو د کړن لارو د بدلونو غوښتنه کړي ده .

کرزي د فایننشل ټایمز خبریال احمد رشید سره په څه کم دوه ساعته مرکه کی ویلي چې ناټو هره ورځ له طالبانوسره په جګړه کې ښکیله ده او یوازي د طآلبانو مړي شمیري چې دا کار بي ګټي دی او پر ځای یې باید په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کولو لپاره په سیاسي ډیالوګ کار وکړي.

ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره ۲۰۱۴ کال د ضرب الاجل په توګه ټاکلی دی.

د امریکا متحده ایالتونه د دغې ټلوالې مشري پر غاړه لري او په افغانستان کې تر ۱۰۰ زرو ډېر سرتېري لري، د راتلونکي ۲۰۱۱ کال له جولای میاشتې وروسته به له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ایستلو لړۍ په پړاویزه توګه پیلوي.

ليکونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: احمدولي اڅکزی