1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشپړ امنيتي مسئوليت افغانانو ته وسپارل سو

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

افغان امنيتي ځواک ته د خپل هيواد د بشپړ امنيتي مسئوليت د سپارلو پروسه د سه شنې په ورځ بشپړه شوه. ولسمشر کرزي اعلان وکړ چي د ټول هيواد امنیتي نور د افغانانو پرغاړه دی.

https://p.dw.com/p/18rlf
NATO soldiers board a Chinook helicopter after a security handover ceremony at a military academy outside Kabul on June 18, 2013. Afghan forces took control of security across the country on June 18, marking a major milestone as US-led combat troops prepare to withdraw after 12 years of fighting the Taliban. Speaking at a military academy outside Kabul, President Hamid Karzai said the police and army were ready to take on insurgents, but a bomb in the city underlined persistent instability. AFP PHOTO/ SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)
Afghanistan Sicherheit Verantwortung Übernahme NATO Soldaten 18.06.2013انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۸) د ناټو د عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن او د يوشمېرهیوادونو د سفيران په گډون د کابل په پوځي اکاډمۍ کي افغان امنیتي ځواک ته د امنيتي مسئوليت د سپارلو اعلان وکړ.

ښاغلي کرزي افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: «د ملي اردو افسرانو او سرتیرو، د ملي، او محلي پولیسو سر ښندونکو کارکوونکو او د ملي امنیت زړورو کارمندانو، تاسو ته هدایت درکول کیږي چې په قاطعیت او هغه فطري زړورتیا سره چې لوې الله د دې هیواد بچیانو ته ورکړې ده، د خپلي پاکې خاوري دفاع وکړی.»

کرزي ویل سر له سبا به د ټولو امنیتي او دفاعي اجراتو رهبري د افغان ځواکونو په لاس کې وي. ولسمشر له خپلو نړیوالو همکارانو څخه وغوښتل، چي د افغانستان ملي اردو د مځکنۍ جګړې پر تجهیزاتو سربیره، هوايي ځواکونه هم د سیمې د چيلينجو په پام کې نیولو سره سمبال کړي.

ښاغلي کرزې وویل ټاکل شوې ده چې افغانستان به د یو خپلواک هیواد په توګه چې د ملي حاکمیت درلودونکی دی، له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، خو هغه پر دې خبره ټینګار وکړ چې د دې موافقتنامې لاسلیکول هدف نه دی، بلکې هدف باید د افغانستان د ملي ګټو پر اساس په هیواد کې د سولې او ثبات رامنځته کول وي.

کرزې امنیتي ځواکونو ته په خطاب کي وویل: په هیڅ بهانه او په هیڅ شرط باید ملکي خلک هدف ونه ګرځوي.

د کابل د پوځي اکاډمۍ تالار
د کابل د پوځي اکاډمۍ تالارانځور: picture alliance/AP Photo

د ناټو عمومي منشې په دې مراسمو کې وویل چې د افغانستان د خلکو له پاره دا د ویاړ ځای دی چې د دوی خپلو ځواکونو د ټول هیواد په کچه د امنیت مسئولیت پر غاړه لري.

ښاغلي راسموسن وویل چې افغانستان لس کاله دمخه هیڅ ډول امنیتي ځواک نه درلود. هغه زیاته کړه: پنځه کاله دمخه افغان ځواکونو د تروریزم پر ضد د مبارزې ځواکونو یوه کوچنۍ برخه تشکیلوله، په داسي حال کې چې نن دغه هیواد د ۳۵۰ زره پولیسو او ملي اردو ځواک درلودونکی دی.

د ناټو دغه چارواکي وویل چې له دغو لاسته روړنو سره سره، ستر چيلينجونه په مخ کې لرو. راسموسن وویل:«موږ ټول ویاړو چې ستاسي ځواکونه د ټول هیواد په کچه د امنیت مسئولیت پرغاړه اخلي. دوی يعني افغان امنيتي خپل مسئولیت په ډیره ښه بڼه پرمخ وړي او د افغان ولس بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.»

د ناټو عمومي منشې وویل چې د ۲۰۱۴ کال په پای کی د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسیږي، خو د ۲۰۱۵ کال وروسته دغه ځواکونه یو نوې ماموریت پیلوي. په دې ماموريت کي ناټو د افغان ځواک ملاتړ او روزنه کوي.

د انتقال د پروسي مشر اشرف غني احمدزي ډاډ ورکړ چې افغانان د ۲۰۱۴ کال څخه هیڅ ویره نه لري. هغه وویل چې د افغانستان د ولس ارمان نن پوره شو او افغان ځواکونو دا ثابته کړه چې کولای شې په ټول افغانستان کې امنیت تامین کړي:

«اوس چې موږ په دې تالار کې ناست یو، د ملي اردو په زرو سرتیري او افسران، ملي پولیس او استخبارات/ ټول کابل او افغانستان په خپل کنترول کې لري. دوې شپې وشوې چې دوی خوب نه دی کړی، چي نن دا ثابته کړې چې دوی د دا ډول محفلونو د د امنيت ساتلو توان لري.»

احمدزي وویل چې د زرو بهرونیو ځواکونو تر وتلو وروسته په هغو سیمو کې چې افغان امنيتي ځواک ته امنیتي مسئولیت سپارل شوې دی په دې تونیدلی دی چې امنیت تامین کړي.

د بشپړه امنيتي مسئوليت د انتقال په ورځ د کابل په فضا کې څرخۍ الوتکي د پرواز په حالت کې لیدل کیدې او د دغه مراسمو له پاره له درو ورځو راهيسي تیاری نیول شوی وو.