1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغداد کي بمي بريدونو ۷۵ انسانان ووژل

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۱۳, یکشنبه

د عراق په پلازمېنه بغداد کي د بمي بريدونو د وروستيو قربانيانو شمېر لږ تر لږه ۷۵ دی. په دغو بريدونو کي تر ۱۳۰ څخه زيات ژوبل سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1JICj
Irak Bagdad Anschlag in Karrada
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Mohammed

په لومړي سر کي عراقي چارواکو د ۶ انسانانو د وژل کېدو خبر ورکړی ؤ. د پوليسو په وينا يو بريد بغداد په کراده نومي سيمه کي تر سره سو چيري چي يو لوی بازار واقع دی. ويل سوي چي چاودېدونکي توکي په يو موټر کي پټ کړل سوي ول چي د يو ريستورانت په مخکي ورته چاودنه ورکړل سوه. زياته سوې چي د دغې چاودنې وروسته يو شمېر شاوخوا دکانونو اور واخيست.

د پوليسو په وينا چاودنه په داسي حال کي رامنځ ته سوه چي په دغه بازار کي د انسانانو خورا ګڼه ګوڼه وه. زیاته سوې چي زیات خلک د روژه ماتي يا افطار او راتلونکي اختر له پاره په سودا بوخت ول.يوه بله چاودنه د بغداد په شمال کي واقع د شعب په ناحيه کي وسوه. په دغه ناحيه کي اکثريت اوسېدونکي شعيه مذهبه دي. د پوليسو په وينا په دغه چاودنه کي لږ تر لږه ۲ انسانان ووژل سول.

ترهګرې ډلې داعش د کراده په سیمه کي د چاودنې پړه په غاړه اخيستې ده. د امريکا د متحده ايالاتو هغه شرکت چي د اسلامستي وېب پاڼو په څارنه کي تخصص لري په دې تړاو معلومات خپاره کړي دي. د ياد شرکت په حواله داعش ويلي چي د کراده په بريد سره يې غوښتل چي د شعيه مذهبو پر اجتماع بريد وکړي.د عراق حکومت تېره مياشت اعلان کړی ؤ چي د داعش څخه يې د فلوجه ښار نيولی دی. دا په داسي حال کي چي داعش د عراق زياتي سيمي تر خپل کنټرول لاندي لري. دغه ډله په دوامداره توګه د شعيه مذهبو پر ضد بريدونه کوي.

د کراده سيمي زياتو دوکانونو اور واخيست
د کراده سيمي زياتو دوکانونو اور واخيستانځور: picture-alliance/dpa/A. Abbas
په کراده سيمه کي چاودنې تباهي رامنځ ته کړه
په کراده سيمه کي چاودنې تباهي رامنځ ته کړهانځور: picture-alliance/dpa/A. Abbas