بلجيم: نن د بس د چپه کېدو د قربانيانو د ویر رسمي مراسم پیلیږي
۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعهاعلان
نن د جمعې په ورځ په بلجيم کي د سروس موټر د چپه کېدو په پيښه کي د ۲۸ تنو د قربانيانو په خاطر د ویر دولتي مراسم پیلیږي. د اروپا پر وخت ۱۱ بجو به ټول ښوونځي او دولتي مؤسسې او د امکان تر حده پوري خصوصي شرکتونه هم د يوې قيقې له پاره چپ پاته سي. يو سرویس موټر چي د دوو ښوونځیو شاګردان او نور پرسونل پکښي سپاره ول، د سه شنبې په ماښام د سويس د واليس په ايالت کي چپه او پکښي يوازي ۲۲ تنه د مکتب شاګردان ووژل سول. لا تر اوسه هم د بس د اوښتو علت نه دئ معلوم.