1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

بلجیم: د مینې له پاره جهاد؟

۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعه

د محمد البشیري ښځه په ۲۰۱۶ کال کې د بروکسل په ترهګریز برید کې ووژل شوه. د درو ماشومانو دغه پلار خپله کیسه د «مینې له پاره جهاد» په ناکه کتاب کې کړې ده.

https://p.dw.com/p/2ipR1
Fokus Europa Belgien Anschläge
انځور: WDR

محمد په یوه ترهګریز برید کې خپله میرمن له لاسه ورکړه. اوس نو هغه اړ دی چې خپل درې ماشومان په یوازې سر وروزي او د تل له پاره د خپلې میرمنې د له لاسه ورکولو له داغ سره ژوند وکړي. محمد د خپلې دغې ترخې تجربې په اړه یو کتاب هم لیکلی دی او غواړي له دې سره د خپلې میرمنې یاد تازه وساتي.

په داسې حال کې چې محمد پخپله د ترهګري قرباني دي، خو بیا هم د یو شمیر کسانو په سترګو کې هغه یو احتمالي افراطي او ترهګر دی.

محمد وایي: «هره ورځ راته سخته وي. داسې ده لکه چې زما د بدن یوه ټوټه چې رانه ورکه شوي وي. خو زه ماشومان لرم چې ما پورې تړلي دي او له همدې کبله باید زه د هغوی له پاره ژوند وکړم.»

د محمد میرمن د مراکش په سلا ښار کې چیرې چې د هغې پلار نړۍ ته راغلي وو خښه شوه خو د هغې نوم تر اوسه پورې هم په بلجیم کې د محمد د کور پر زنګ باندې لیکلی دی.

د محمد تر ټولو وړوکی ماشوم د درو کلونو دی او تر اوسه پورې هم په دې نه پوهیږي چې مور یې چیرې ده. محمد وایي: «زما درې کلن زوی تر اوسه پورې هم نه شي پوهیدی چې مور یې نوره زموږ سره نه شته. هغه تر اوسه پورې هم پوښتې چې مور مې چیرې ده. اته کلن زوی مې بیا د هغې د وژل کیدو له کبله په قهر دی. هغه څرنګه کولای شي چې ومني چې مور یې ترې په دومره تاوتریخوالي اخیستل شوې ده.»

محمد غواړي خپلو ماشومانو ته هغه ارزښتونه ور زده کړي چې دی او میرنې یې له مخې ژوند کړی دی. دی دا د انسانیت ارزښتونه بولي. محمد غواړي خپل ماشومان داسې وروزې چې د نورو انسانانو درناوی وکړي او دا چې نور کسان چې د هر ځای اوسیدونکي او د هر دین پیروان دي، ورته ارزښت و نه لري.

خو د محمد میرمن د داسې یوه برید قرباني شوه چې د دین په نامه شوی وو. هغه دین چې پخپله محمد یې هم پیرو دی. هغه وایي: «زه هیڅ دا خبره نه شم درک کولی. برید کوونکو زما په شان پس منظر لره خو له کرکې ډک وو. زه یې نه شم درک کولی. هغوی ځان او خپل شاوخوا ته موجود کسان ووژل او ښکلا یې له منځه یوړه. دا خبره هیڅ د درک وړ نه ده.»

محمد دغه شان برید کوونکي چې د یوه دین په نامه له کرکې ډک وي او نورو کسانو ته تاوان رسوي، داسې خلک بولي چې انسانیت یې له لاسه ورکړی دی.

د ترهګری قرباني دغه پلار وایي چې د ترهګري او ورته ورتو نورو ایدیالوژې پر وړاندې د مبارزې تر ټولو ښه لار زغم، پرانیستیا او نورو خلکو پیژندل دي.

محمد وایي: «سړی باید پوه شي چې یو مطلق حقیقت شتون نه لري او هیڅوک نه شي کولای خپل منل شوی حقیقت په نورو باندې په زور ومني. بل مهم څه دا دي چې موږ باید ښه اتباع ووسو او په هغو سیمو کې چې ژوند کوو باید خپل مسوولیت ادأ کړو.»

محمد غواړي د خپل کتاب له لارې خلک وهڅوي چې یو له بل سره خبرې وکړي او یو بل ومني.