1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخۍ:ستونزي به و گالم خو تحصيل به پرې نه ږدم

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د بلخ ولایت په شولګر ولسوالۍ کي۲۶ کلنه نسیمه چي د بي بي امینې په نوم د یوه ښونځی ښونکې ده، د ښونکو د روزني د لومړي کال محصله هم ده.

https://p.dw.com/p/14qkH
انځور: DW

نسیمه د قرباقه خانې په نوم دشولګر ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکې ده، دغه کلی د شولګر له مرکز څخه ۱۵ کیلومتره ليري دئ.

نسیمه دوه کاله مخکي د دولسم ټولګی څخه فارغه شوې ده او وايي:«اوس مي هوډ کړی دئ، چي عالي تحصیل هم وکړم په وړاندي مي ټولنیزي ستونزي ډیري دي، ستونزي ګالم خو تحصیل نه پریږدم.»

نسیمه چي له يوې بې وزلي کورنۍ څخه ده خوشحاله ده چي ښونکې ده اوله همدې لاري د خپلي کورنۍ له اقتصاد سره څه ناڅه مرسته هم کولای شي. دا وايي د ښونځی په دوره کي ئې هم ډیري ستونزي ګاللي ډي.

ددې په وینا ددوی له کلي څخه، دې وکولای شول چي د ولسوالۍ په لیسه کي مکتب ووايي او خپل تحصیل ته دوام ورکړي.

نسمیه وايي: «درې یا څلور کاله مخکي زموږ په کلي کي ښونځیوته د نجونو تګ د کورنیو له پاره لوی عیب بلل کیدئ. خو داچي زما کورنۍ زما تر شا ولاړه وه ما ښونځی پرې نه ښود، هغه مهال زماسره، زموږ د کلي څلور نجوني هم ښونځی ته تللې، خو هغوی له ستونزو سره مبارزه ونه شوای کولای ښونځی ئې پریښود.»

نسیمه هره ورځ له خپل کلي څخه د خپل ورور د زرنج موټر سایکل په واسطه د ۱۵ کیلومترو منزل په وهلوسره د شولګر ولسوالۍ مرکز ته ځان رسوي، نمیه ورځ د بي بي امینې په ښونځی کي زده کونکوته درس وايي او نیمه ورځ په خپله د ښونکو د روزني په مرکز کي زدکړي کوي.

نسیمه وايي، ددوی په کلي کي یوشمېر کورنۍ اوس دې ته لیواله دي، چي خپلي لوڼي ئې د دې په شان مکتب ووايي، ښونکي شي اوحتی لوړ تحصل وکړي:

«اوس یو شمیر کورنۍ دې ته لیواتیا لري، چي لوڼي ئې زما په شان شي، هغوی زما څخه د مرستي غوښتنه کوي. زه اوس په دې هڅوکي یم چي تر خپله وسه پوري په خپل کلي کي یو شمېر نجونو ته سبق ووایم، ځکه چي زموږ په کلي کي ښونځی نشته.»

نسیمه وايي، چي که له دې سره په ولسوالۍ کي د اربکيانو ويره نه وي، نو دا به د کلي ډيري نجوني دې ته وهڅوي چي زده کړي وکړي.

د شولګر ولسوالۍ د پوهني مدیر نقیب الله حکیمي هم د نسیمې زړه ورتیا ستايي او وايي، چي نسیمه هغه یوازینۍ نجلۍ ده چي ستونزي ئې ګاللي دي او تر نن ورځي ئې خپل تحصیل ته دوام ورکړی دئ.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل