1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ: د میرمنو کاري توانمندي لوړې شوې ده

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د میرمنو کاري توانمندي لوړه شوې ده. د دغې ولسوالۍ په مرکز او یو شمیر کلیو کې ډیری میرمنې د غالیو اوبدلو سر بیره په هکاکۍ بوختې دي.

https://p.dw.com/p/15BJl
انځور: DW/Elham

هکاکي هغه لاسي صنعت دئ چې له قیمتی ډبرو یعنې یا قوت، زمرود، لعل، فیروزه او مرجان څخه امیلونه او زینتی شیان او د مرمرو له ډبرې څخه زینتی لوښې جوړیږي.

قلتاق، د دولت آباد ولسوالۍ هغه کلی دئ چې تر ۲۰۰ زیاتې میرمنې پکښې په هکاکۍ بوختې دي. د دغه کلي اوسیدونکي زینب چې له ۱۵ کلونو راهیسې هکاکي کوي وایي چې د خپلې تجربې پر مټ ئې نورې په لسگونو میرمنې هم په دې برخه کې روزلي دي.

له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه مرکه کې هغې وویل: «زه هکاکه یم. هر څوک چې هر فرمایش راکړي هغه چمتو کوو. ما سږ کال ۴۰ میرمنو ته روزنه ورکړې ده او اوس یوه میاشت کیږي چې ۲۴ نورې میرمنې هم له ما څخه روزنه ویني.»

میرمن زینب که څه هم سواد نه لري خو په ورستیو دوو کلونو کې ئې تر سلو زیاتو میرمنو ته د هکاکۍ شغل ور زده کړی دئ.

میرمن زینب وایي چې د هغوی په کلي کې هکاکي له پخوا څخه رواج ده خو پخوا ئې بازار نه درلود او اوس چې ئې بازار ښه شوی دئ، له دغه شغل سره د میرمنو لیوالتیا هم ډیره شوې ده. د دغی میرمنې په وینا د روان کال په سر کې یوې آلمانۍ موسسې له دوی سره د هکاکۍ د ماشین آلاتو مرسته هم کړې ده او د نورو مرستو ژمنه ئې ورکړې ده:

«زموږ لس دولس واړه تجاران په پاکستان کې شته. زموږ مالونه هلته انتقالوي او پلوري ئې. له هغه ځایه موږ ته د هکاکۍ خام مواد رالیږي.»

خو دغه میرمن په دې برخه کی د یو شمیر ستونزو یادونه هم کوي او وایي چې هغه قیمتې ډبرې چې د بدخشان ولایت ئې هم لري دوی نه شي کولای چې ګټه ترې واخلي:

«موږ مواد له پاکستان څخه راوړو له بدخشان څخه راوړل ئې ستونزمن کار دئ. که له بدخشانه مواد راوړو دولت مالیه غواړي، ځنډیږي او په دوه دریو میاشتو کې مو مال لاس ته نه راځي.»

د بلخ ولایت ډیری میرمنې په بیلا بیلو لاسي صنایعو، لکه تار اوبدنی، ګلم اوبدنی، د غالیو جوړولو او نورو برخو کې کاري وړتیاوې لري، خو هغه څه چې دوی ترې ګیله من دي هغه د دوی له کاري وړتیاوو څخه د دولت او بهرنیو موسسو د ملاتړ کموالی دئ.

عبدالحمید صافی/ مزار شریف
کتونکی: سید ریاض